کابل ښار ( پژواک، ٢٧ تله ٩١):نن په کابل ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو او سرو زرو بيې د تېرې پنجشنبې په پرتله لوړې شوې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو سودا ګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانيو وريجو بيه له ٣١٠٠ څخه ٣١٥٠ افغانيو او د پنځوس کيلو پاکستانيو اوړو بيه له ١٠٥٠ څخه ١٠٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، نن د تېرې اونۍ په پرتله د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې د عمده پلور بيه د ٣٠ افغانيو په لوړوالي په ١٨٥٠ او د يو کوتى پنځه لېتره مومن غوړيو بيه له ٤٠٠ څخه ٤١٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
فضل رحمن وايي ، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د بې ثباتۍ له امله د ځينو لومړنيو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
خو هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان ديو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او ديو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٧٠ افغانۍ ده.
خو د ځينو توکو د پرچون او عمده پلور بيه په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري
د کابل ښار د څلورمې کارتې د خوراکي توکو يوه پلورونکي احمد ميرويس وويل، چې نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٢٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١١٥٠ افغانۍ پلوري.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې نن د پنځوس کيلو پاکستانيو سېله وريجو بيه ٣٨٠٠ افغانۍ، ديو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ، ديو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او د پنځه کيلو مومن غوړيو بيه ٤٦٠ افغانۍ ده.
او د سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.
همدارنګه د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يو ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٤٥٠ څخه ٢٥٠٠ افغانيو او ديو ګرام ايراني سروزرو بيه له ٢١٠٠ څخه ٢١٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده .
هغه وايي ، چې په نړيوالو بازارونو کې د سروزرو د بيې لوړېدل او د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د بې ثباتۍ له امله د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بيې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د شهزاده سراى ديوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٩٧ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٥٦ افغانۍ ده.
تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٣٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٥٠ افغانۍ وه.
خو د تېرې پنجشنبې په پرتله د سون توکو په بيه کې کوم بدلون نه دى راغلى.
د کابل ښار د هاشمي د تېلو ټانک يوه تېل پلورونکي حشمت الله وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ليتر ډيزل تېلو بيه ٥٨ افغانۍ او د يو ليتر پټرول تېلو بيه ٦٣ افغانۍ ده.
همدارنګه د کابل ښار د ببرک چمن يوه لرګي پلورونکي محمد حسين وويل، چې نن د تېرې اونۍ په شان د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٦٠٠ افغانۍ او د ارچې ديو خروار لرګيو بيه ٧٢٠٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د تايمني واټ د اووم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد وزير وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن