ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار امنيه قومانداني د ښار له ګڼې ګوڼې بهر ولېږدول شوه

د کندهار امنيه قومانداني د ښار له ګڼې ګوڼې بهر ولېږدول شوه

author avatar
18 Oct 2012 - 18:33
د کندهار امنيه قومانداني د ښار له ګڼې ګوڼې بهر ولېږدول شوه
author avatar
18 Oct 2012 - 18:33

کندهار (پژواک، ٢٧ تله ٩١): له پر له پسې غوښتنو او اوږده انتظار وروسته د کندهار امنيه قومانداني د ښار له ګڼې ګوڼې بهر ولېږدول شوه.

چارواکي وايي، د امنيه قوماندانۍ له پخوانۍ ودانۍ څخه به يواځې د ملکي خدماتو لپاره کار اخيستل کېږي او پوځي برخه يې د کندهار ښار ختيځ لوري لسمې ناحيې ته څېرمه لېږدول شوې ده.

امنيه قومانداني، چې کلونه پخوا د کندهار ښار په زړه کې جوړه شوې وه، هغه مهال يې خلکو له دغه ځاى څخه د وېستلو غوښتنه وکړه، چې پر دغې ودانۍ پرله پسې درنې چاودنې او وسلوال ځانمرګي بريدونه وشول.

د دغو بريدونو له امله نه يواځې دا چې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتل، بلکې درنه مرګ ژوبله يې هم اړوله.

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، نن په يوه خبري غونډه کې خبر ورکړ، چې امنيه قوماندانۍ يې له پخوانۍ ودانۍ څخه د ښار ختيځې څنډې ته لېږدولې ده.

هغه زياته کړه، دغه اقدام د خلکو د پر له پسې غوښتنو په پايله کې شوى، ترڅو د خلکو ژوند خوندي شي او د قوماندانۍ له شتون څخه ملکي وګړو ته زيان و نه رسېږي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې ډېر ژر به د پخوانۍ قوماندانۍ شاوخوا بند شوي سړکونه د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي او په دغې ودانۍ کې به يواځې ملکي چارې، لکه احصائيه، ترافيکي خدمات او نور ترسره کېږي.

اطرافي په روانه اونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د تر سره شويو عملياتو په پايله کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې پنځه وسلوال مخالفين يې وژلي او شل نور يې ژوندي نيولي دي.

هغه دغه راز خبر ورکړ، چې پوليسو د کندهار ښار په لوېديځه څنډه د باغ په ساحه کې له يوه ٣٠٣ موټر څخه، چې د نيمروز په لور روان و، ١٠ د مرمۍ ضد واسکټونه، ١٠ امريکايي چرييز ټوپک، ٣٧ د امريکايي سرتېرو، ١٠ د ملي اردو، ١٠ د چټک غبرګون د سرتېرو او ١٠ د ملي پوليسو جامپرونه نيول شوي دي.

ده وويل، د دغو توکو په تړاو يو تن نيول شوى اوتر پلټنو لاندې دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.