ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان نوې صنعتي تګلاره جوړه کړه

افغانستان نوې صنعتي تګلاره جوړه کړه

author avatar
20 Oct 2012 - 18:26
افغانستان نوې صنعتي تګلاره جوړه کړه
author avatar
20 Oct 2012 - 18:26

کابل (پژواک٢٩ميزان٩١): د افغانستان د وزيرانو شورا نوې صنعتي تګلاره تصويب کړه، چې له مخې به يې صنعتکارانو ته د پور ورکولو ترڅنګ، نورې اسانتياوې هم رامنځ ته شي.

دا څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته چې يو شمېر سوداګرو هم په کې ګډون درلود، وکړې.

هغه وويل، چې نوې صنعتي تګلاره د صنعتي چارو د ملاتړ په موخه د هېواد اړتياوو ته په کتو  جوړه شوې ده.

احدي وايي چې د نوې تګلارې له مخې به حکومت د کورنيو صنعتي توليداتو د ملاتړ لپاره پر هغو واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، چې په افغانستان کې هم توليدېږي.

دى وايي، چې د وزارت په دې کار سره به د بهرنيو توکو بيې لوړې شي او خلک به د کورنيو توليداتو اخيستو ته مخه کړي.

هغه زياته کړه، د سوداګرۍ وزارت تردې وړاندې يواځې له نوشابې ګمرکي تعرفه اخيسته او د نورو توکو پر وړاندې يې دومره نه کاروله.

خو هغه زياته کړه، صنعتکاران بايد وزارت ته ډاډ ورکړي، چې تر راتلونکو څو کلونو به د بهرنيو توکو پر وړاندې د ګمرکي تعرفو له لوړولو په ګټې اخيستو، خپل صنعت ته وده ورکوي او د هېواد اړتياوې پوره کړي.

وزير وايي چې په نوې صنعتي تګلاره کې، صنعتکارانو ته د پور ورکولو په موخه، سوداګرۍ وزارت، حکومت ته د يوه مالي صندوق د جوړلو وړانديز هم کړى دى.

ده وويل، حکومت يې وړانديز منلى او په پام کې ده چې صنعتکارانو ته د ٨ سلنه ګټې ورکولو په بدل کې پور ورکړي.

د ده د معلوماتو له مخې، تردې وړاندې صنعتکاران اړ وو چې له نورو سرچينو د ١٨ سلنه ګټې ورکولو په بدل کې پور واخلي .

د دې وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، چې دغه تګلاره د وزيرانو شورا تر تصويب وروسته د اجرا وړ ده.

احدي وايي، په نورو هېوادونو کې هم حکومتونه د خپل کورني صنعت د پرمختګ لپاره،   صنعتکارانو ته پور ورکوي.

د  صنعتکارانو بله غوښتنه دا ده چې ترڅو يې صنعت په خپلو پښو درېږي، نو حکومت دې له دوى څخه ماليه نه اخلي.

  خو احدي وايي، چې په دې اړه لا کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي، چې په نننۍ ناسته کې يې ګډون درلود، د حکومت د نوې صنعتي تګلارې هرکلى وکړ او دا يې په افغانستان کې د صنعت د پرمختګ لپاره يو مهم ګام وباله.

صافي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نوې صنعتي تګلاره کې صنعتکارانو ته ډېرې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي، خو هيله يې څرګنده کړه چې حکومت يې په پلي کولو کې ناغېړى ونه کړي.

بل خوا د سوداګرۍ وزارت د ايران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ځمکې د وېش لړۍ پيل کړې ده، ترڅو د دې بندر له لارې وارداتي توکي، افغانستان ته د لېږد تر مهاله، هلته زېرمه کړي.

د سوداګرۍ وزير وايي، ايران ٥٠ هکتاره ځمکه د افغان سوداګرو لپاره بېله کړې، چې د يوه کال لپاره د هر متر مربع په بدل کې ٢٥ افغانۍ اخلي او دغه بيه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره پر خپل ځاى وي.

احدي وويل، تردې مهاله د دې ځمکې لپاره لسو افغاني سوداګريزو شرکتونو خپل غوښتن ليکونه د سوداګرۍ وزارت ته سپارلي، چې د څلورو سندونه يې تر ارزونې وروسته د وزارت له خوا تاييد شوي دي.

د سوداګرۍ وزير وايي، تردې مهاله يې شاوخوا ٨ هکتاره ځمکه په چابهار کې پر سوداګرو وېشلې، خو که د سوداګرو اړتيا له ټاکلې ځمکې ډېره شوه، نو ايراني چارواکو د نورې ځمکې ډاډ هم ورکړى دى.

احدي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې پر ايران د لګېدلو نړيوالو بنديزونو په اړه يې له اړونده سرچينو سره خبرې کړې دي او دا بنديزونه د ايران او افغانستان ترمنځ د چابهار بندر پر سر شوې هوکړې ته ستونزه نه پېښوي.

د “داوي آيل” په نامه افغانستان د نفتو واردوونکي شرکت استازي عبيدالله پژواک ته وويل، چې د چابهار له لارې د نفتو رالېږد به پر افغان سوداګرو د پاکستان فشارونه تر ډېره راکم کړي.

دى وايي چې تردې مهاله يې د کراچۍ بندر له لارې نفتي توکي افغانستان ته راوړل، چې پاکستان به ورته ډول ډول ستونزې ولاړولې.

د ايران د چابهار بندر، افغانستان ته د کراچۍ د بندر په پرتله چې دا مهال د هېواد شاوخوا ٨٠ سلنه سوداګر يې له لارې سوداګريز توکي وړي راوړي، زر کيلومتره لنډ دى.

د چابهار بندر، د ايران په سوېل ختيځ کې موقعيت لري او د افغانستان د نيمروز له ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې پروت دى.

د افغانستان د سوداګرۍ وزير په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د کندوز د حيرتانو په صنعتي ښارګوټي کې هم ځانګړې شوې ځمکه، پر سوداګرو وېش ته چمتو ده، خو تراوسه يې بيه نه ده ټاکل شوې.

دى وايي، په دې ځمکه کې  لومړيتوب هغو سوداګرو ته ورکول کېږي، چې په شېرخان بندر کې په سوداګرۍ بوخت دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.