خوست ښار (پژواک ٢٩ تله ٩١): د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د خپلمنځي شخړې له امله درې تنه ووژل شول.
د ځاځي ميدان ولسوال يونس ځدراڼ د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دې ولسوالۍ د دڼيو په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته وسلواله نښته رامنځته شوه.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې درې تنه وژل شوي او يو ټپي دى.
ځدراڼ وويل، چې سيمې ته پوليس لېږل شوي او د وژونکو د نيولو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ د يادې سيمې يوه اوسېدونکي سيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې دا شخړه ددوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه، خو لامل يې نه دى معلوم.
د هغه په وينا، کليوالو ډېره هڅه وکړه، چې د نښتې مخه ونيسي، خو په دې کار ونه توانېدل.
دى وايي چې وژل شوي کسان ټول ديوې کورنۍ غړي دي.
ځاځي ميدان د خوست ښار شمال ته نږدې شپېته کيلومتره لرې پرته سرحدي او د سوېل ختځ زون په کچه يو ارامه ولسوالي ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن