کندوز (پژواک ٢٩ تله ٩١): امنيتي چارواکو د کندوز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي او د هغه د دوو ساتونکو د نيولو خبر ورکړ.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سيد سرور حسيني د دغه والي نوم ملا عبدالرحمن ياد کړ او ويې ويل، چې هغه تېره شپه د پوليسو د چټک غبرګون قطعې د عملياتو په ترڅ کې د چهاردرې ولسوالۍ د غونډۍ کلي په يوه کور کې ونيول شو.
حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې د طالبان د والي دوه ساتونکي هم نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: “د طالبانو له خوا نومول شوى والي ملا عبدالرحمن ترهګريز بريدونه، د ماينونو اېښودل او چاودنې پلانولې، چې په نيول کېدو سره به يې د چهاردرې ولسوالۍ امنيت ښه شي.”
د سيمې يوه اوسېدونکي ګل مراد وويل، چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په غونډۍ کلي کې تګ راتګ درلود او نن سهار خلک خبر شول، چې د طالبانو نومول شوى والي يې نيولى دى.
هغه زياته کړه، مخکې له دې اوازه وه، چې په دغه کلي کې د ملا عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو مهم کس فعاليت لري، خو اوس پوه شول، چې هغه د طالبانو له خوا د والي په توګه ټاکل شوى وو.
د سيمې دغه اوسېدونکي وويل: “تېر کال په چهاردره کې طالبانو زيات تګ راتګ کاوه او خلک يې ځورول؛ خو سږ کال ډېر کم او هغه هم د شپې له خوا تګ راتګ کوي.”
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن