ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کبيرخان د کرکټ د ملي لوبډلې له وروستيو ناکاميو دفاع وکړه

کبيرخان د کرکټ د ملي لوبډلې له وروستيو ناکاميو دفاع وکړه

author avatar
20 Oct 2012 - 15:06
کبيرخان د کرکټ د ملي لوبډلې له وروستيو ناکاميو دفاع وکړه
author avatar
20 Oct 2012 - 15:06

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩١): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نړيوال روزونکي کبيرخان د لوبډلې له وروستيو ناکاميو دفاع وکړه، خو ويې ويل، چې له کرکټ بورډ سره په ګډه په دوه کلن پلان کار کوي.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډله په يو شمېر نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه په اوږده سفر تللې وه او تېره اوونۍ، له درې مياشتني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د دغه سفر پر مهال په اماراتو کې ملي لوبډلې له اسټراليا سره د کرکټ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه وکړه، له هغې وروسته يې د ويسټ انډيز د ټرينډاډ ايالت د خپلواکۍ د مراسمو په وياړ د کرکټ په نيول شوو شل اووريزو سياليو کې، چې څلور لوبډلې په کې شاملې وي، ګډون وکړ.

دغه راز تر دې وروسته ملي لوبډلې په سريلانکا کې د کرکټ په شل اووريز نړيوال جام کې برخه واخيسته او وروسته يې په اماراتو کې د اسيا په ايليټ جام کې ګډون وکړ.

ملي لوبډلې د ويسټ انډيز د کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه، خو په نورو سياليو کې يې د پام لاسته راوړنه نه درلوده.

د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکى کبيرخان که څه هم ځينې نيمګړتياوې مني، خو زياتوي چې په هره لوبډله او هر لوبغاړي بده ورځ راځي.

هغه نن (د تلې ٢٩مه) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې همدغه کار د سريلانکا د نړيوال جام له لوبډلې سره وشو، چې د انګلستان پر وړاندې يې سمه لوبه ونه کړه.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډله تر دوو کلونو پخوا ډېره ښه شوې، د لوبغاړو تجربې زياتې شوې او اوس د پخوا په پرتله ښه مسلکي لوبه کوي.

کبيرخان په اماراتو کې د کوربه هېواد پر وړاندې د ملي لوبډلې د خرابې لوبې په اړه وويل، چې هغوى د شپې له خوا نا‌څاپه د لوبې ډګر بدل کړ.

ده زياته کړه: ((موږ د بل ميدان لپاره پلان جوړ کړى و، خو هغوى يو ناڅاپه ميدان تغيير کړ او په خپله خوښه يې پېچ هم جوړ کړى و، چې دغه کار زموږ پر لوبډلې ناوړه اغېز وکړ.

نوموړي د اسيا ايليټ جام په سياليو کې د ملي لوبډلې د لوبغاړي عزت الله دولتزي د نه لوبولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه په ذهني توګه دغو سياليو ته تيار نه و.

هغه زياته کړه: ((هغه د نړيوال جام پر مهال د انګلستان پر خلاف خرابه لوبه کړې وه او تر ډېر سخت ذهني فشار لاندې و او بله دا چې تخنيکي ستونزې يې هم درلودې.))

کبيرخان وايي، چې د افغانستان د کرکټ راتلونکى روښانه دى او هڅه کوي، چې د افغانستان ملي لوبډلې داسې وروزي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې له هرې پياوړې لوبډلې سره ښه لوبه وکړاى شي.

د نوموړي په وينا، په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولينو سره په يوه دوه کلن پلان کار کوي.

د کرکټ د بېلابېلو برخو لپاره د جلا کپتان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې کبيرخان وويل، چې دغه د کرکټ بورډ مسئله ده، هغوى په دې اړه پرېکړه کولى شي.

د کريم صادق په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هغه د تېزې لوبې په هڅه کې ژر سوځېږي، وويل: ((هغه طبيعي بريد کوونکى او تېز لوبغاړى دى، که چېرې موږ پرې فشار راوړو، نو لوبه يې خرابيږي، خو که هغه لږ په غور لوبه وکړي، نو ډېرې ښې منډې جوړوي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.