ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

((تېرې شپږ مياشتې په شمال زون کې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي))

((تېرې شپږ مياشتې په شمال زون کې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي))

author avatar
24 Oct 2012 - 13:53
((تېرې شپږ مياشتې په شمال زون کې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي))
author avatar
24 Oct 2012 - 13:53

مزار شريف (پژواک٣ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د شمال زون په نهو ولايتونو كې د تېرو شپږو مياشتو په ترڅ كې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٣٩٢ نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، ياد مخالفين د ١١٩ عملياتو پر مهال، چې افغان او ګډو ځواکونو ترسره کړي، نيول شوي او دغه راز ٣٢٧ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

دغه څرګندونې په مزارشريف كې د لړم په ۳ مه د شمال زون د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان په يوه خبري ناسته كې وكړې.

نوموړي د پژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې د تېرو كلونو په پرتله په شمال زون كې امنيتي حالت خورا ښه شوى او دوى له هېڅ ډول ګواښ سره نه دي مخ.

د هغه په وينا، په تېرو شپږو مياشتو كې دوى ۷۶ مستقل او ۴۳ ګډ عمليات تر سره كړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د دولت ۱۳۰ وسلوال مخالفين وژل شوي، ۵۶ يې ټپيان او ۲۱۴ يې ژوندي نيول شوي دي.

د بابه جان په خبره، دوه ځانمرګي له اتو واسكټونو سره نيول شوي، ۱۹۴ بېلابېلې سپكې او درنې وسلې، څلور موټر، ۲۹ موټر سايكلونه، ۲۰۸ كيلوګرامه چاودېدونكي توكي او اووه مخابرې هم د يادو عملياتو په ترڅ كې د دولت له مخالفو وسلوالو څخه ترلاسه شوې دي.

نوموړي له يادو عملياتو پرته د شمال زون د پوليسو له خوا د ځانګړو تر سره شوو عملياتو يادونه هم وكړه، چې په ترڅ كې يې ۱۷ مخالفين وژل شوي، ۱۹ ټپيان او له ۹۳ ميله بېلابېلو وسلو سره د دولت ۱۸۷ وسلوال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د شمال زون د نهو ولايتونو د قوماندانيو او د سولې د روانې پروسې د فعاليتونو په پايله كې د دولت ۳۲۷ مخالفين له ۱۹۶ ميله بېلابېل ډول وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د ۳۰۳ پامير قوماندان وويل، چې د شمال زون په نهو ولايتونو كې ۲زره ۸۱۲ جنايي پېښې ثبت شوې، چې ۲زره ۴۳۲ يې كشف او پاتې يې تر كشف لاندې دي.

نوموړي زياته كړه، چې د همدغو جنايي پېښو د تر سره كولو په تور ۳۴۸۸ كسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د هغه په وينا، د تېرو شپږو مياشتو د بېلابېلو امنيتي فعاليتونو په ترڅ كې يو شمېر امنيتي او سيمه ييزو پوليسو هم ژوند له لاسه وركړى دى.

هغه وويل، چې په ياده موده كې ۳۷ پوليس وژل شوي او ۱۳۶ يې ټپيان شوي او همداراز ۳۵ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ۴۴ يې ټپيان شوي دي.

نوموړي په شمال زون كې د سيمه ييزو پوليسو له فعاليتونو خوښي څرګنده كړه او زياته يې كړه، چې د دغه زون په ۱۵ ولسواليو او د دوو ولايتونو په مركزونو كې سيمه ييز پوليس ګومارل شوي او په پاتې لسو نورو ولسواليو كې يې د جوړېدو چارې روانې دي.

د شمال زون د ۳۰۳ پامير قوماندان وويل، چې د تېرو كلونو په پرتله په شمال زون كې امنيتي حالت تر ډېره ډاډمن دى.

نوموړي د خپلو لاسته راوړنو او د امنيت د ښه كېدو په برخه كې له عامو خلكو څخه مننه وكړه، چې د امنيتي ځواكونو هر اړخيز ملاتړ يې كړى دى.

د هغه په وينا، كه چېرې عام خلك له دوى سره همداسې مرسته وكړي، نو د شمال زون امنيت به هېڅكله خراب نه شي.

جنرال بابه جان د لوى اختر د نمانځنې په اړه وويل، چې د شمال زون په ټولو ولايتونو كې د اختر د نمانځنې په موخه ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

نوموړي د اختر په شپو ورځو كې د ښه امنيتي حالت ډاډ وركړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.