کابل (پژواک ١١ لړم ٩١): ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د مهالوېش د اعلان هرکلى وکړ.
دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ د ماموريت (يوناما) له خوا د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د هغه اعلان هرکلى کوي، چې په کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دغه اعلان او مهالوېش د افغانستان له اساسي قانون سره هم سمون لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يوناما به د افغان د چارواکو په غوښتنه د ټاکنيزو بنسټونو ملاتړ وکړي او همکاري به يې دوام ولري.
د يادونې ده، چې پرون امريکا، برېتانيا او اروپايي ټولنې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نېټې د اعلانولو هرکلى کړى دى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د مهالوېش له مخې به د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې د غويي په ٢٤مه او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې به د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي.
د ده په وينا، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دويم پړاو به يې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧مه ترسره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن