ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د ټاکنو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون د هېواد له ملي حاکميت سره مخالف دى

کرزى: د ټاکنو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون د هېواد له ملي حاکميت سره مخالف دى

author avatar
4 Nov 2012 - 15:55
کرزى: د ټاکنو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون د هېواد له ملي حاکميت سره مخالف دى
author avatar
4 Nov 2012 - 15:55

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩١) : د افغانستان ولسمشر حامدکرزى وايي، چې د هېواد ملي حاکميت، د ټاکنو د شکاياتو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون ته اجازه نه ورکوي.
حامد کرزي دا مطلب نن په کابل کې د ايټاليا له لومړي وزير ماريا مانتي سره په ګډه خبري ناسته کې څرګند کړ.
ولسمشرکرزي د تلې په ٢٧ مه هم د ټاکنو د شکاياتو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون د ملې حاکميت مخالف بللى و او هغه مهال يې اعلام وکړ، چي افغانستان د ټاکنو په پروسه کې د بهرنيو ناظرانو له شتون سره مخالف نه دى.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د روانې مياستې په درېيمه د ټاکنو د شکاياتو کمېسيون مسوده د رايو په اکثريت سره تصويب کړه، چې د هغې پر بنسټ، ملګري ملتونه کولى شي، چې خپل دوه استازي دې کمېسيون ته د اعضاوو په توګه ور وپيژني.
د مشرانو جرګې له تاييد وروسته دا مصوبه د ولسمشر له خوا توشيح کيږي ، خو د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر ويلي ، چې ولسمشر به دا مصوبه توشيح نکړي.
ولسمشر کرزي د ټاکنو په کمېسيون کې د دوو بهرنيو له شتون سره د مخالفت په اړه نن د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل :(( موږ د ٢٠٠٩کال د ولسمشرۍ د ټاکنو او بيا د خپلو پارلماني ټاکنو نه موږ تجربه لرو او سربېره پر دې افغانستان د ملي حاکميت او اساسي قانون خاوند دى .))
د کرزي په خبره ، د نړۍ په هيڅ هېواد کې چې د ملي حاکميت او استقرار خاوند وي، په دولتي بنسټونو کې يې بهرنيان حضور نلري .
هغه زياته کړه :(( د افغانستان خلک هم لکه نور هېوادونه خپله ټاکنې او سياسي ژوند لري او غواړي چې اقتصادي او ټولنيز ژوند په خپله مخ ته بوځي او بهرنيانو ته اړتيا نشته ، او نه ملي حاکميت ورته اجازه ورکوي ، داچې له مخکې نه د موږ تجربه څه وه، اوس يې دا ځاى نه ده چې په اړه يې خبرې وکوم .))
د ١٣٨٨ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم دشکاياتو په کمېسيون بهرنيو اتباعو غړيتوب درلود.
خو مخکې کرزي ويلي و ، د ولسمشرۍ په لومړي دور ټاکنو کې دوى د ملل متحد مرستې ته اړتيا درلوده او له همدې امله يې د شکاياتو په کمېسيون کې د يادو بهرنيو استازيو له موجوديت سره موافقه کړې وه .
ولسمشر وويل، چې د ايټاليا له لومړي وزير سره يې په نننۍ کتنه کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد،١٣٩٣کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه خبرې وکړې .
ده ايټاليا د افغانستان دوست هېواد ياد کړ او ويې ويل چې دغه هېواد په شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره ٥٠٠ميليون ډالره مرسته کړې ده .
د ايټاليا لومړي وزير په دې ناسته کې وويل ، چې له ولسمشر کرزي سره يې د ټاکنو په اړه خبرې وکړې او دغه ټاکنې به د افغانستان په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانيزي .
نوموړي وويل، چې له ولسمشر حامدکرزي سره يې د افغانستان او سيمې په حالاتو خبرې کړي ، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل .
ده وويل ، چې اوس مهال ٣٥٠٠ ايټالوي سرتېري د ايساف په چوکاټ کې په هرات ولايت کې په فعاليت بوخت دي .
نوموړى وايي ، چې هېواد يې په ياد هېواد کې شاوخوا ٨٠ ښوونځي جوړ او بيا رغولي دي .
هغه زياتوي ، چې د هغه ستراتيژيک سند په اساس چې د روان کال د جنورۍ په مياشت کې د افغانستان او ايټاليا ترمنځ لاسليک او اوس د پلي کېدو په حال کې ده ، له امله به يې د افغانستان د خلکو په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې اسانتاوې رامنځته شي .
ده وويل :((موږ اوس ٢٠١٤کال ته سترګې په لاره يو ، چې دا به د تغير او بدلون کال وي ، نه د بېرته شا تګ،ايټاليا له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .))
 ټکل شوې ده ، چې د راتلوونکي ميلادي کال تر نيمايي پورې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو ليږد بشپړ شي او د ٢٠١٤کال تر پايه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ماموريت پاى ته ورسيږي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.