ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غني خېلو په روغتون کې له ښځينه ناروغانو غير قانوني پيسې اخېستل کېږي

د غني خېلو په روغتون کې له ښځينه ناروغانو غير قانوني پيسې اخېستل کېږي

author avatar
6 Nov 2012 - 11:37
د غني خېلو په روغتون کې له ښځينه ناروغانو غير قانوني پيسې اخېستل کېږي
author avatar
6 Nov 2012 - 11:37

جلال اباد (پژواک ١٦ لړم ٩١): د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ پنځوس بستريز روغتون ته ورتلونکې ښځينه ناروغانې شکايت کوي، چې د نسايي ولادي څانګې کارکوونکي ترې غير قانوني پيسې اخلي.

د غني خېلو د بيشپيلاک سيمې اوسېدونکې زرين تاجه، چې دغه روغتون ته يې خپله نږور راوستلې وه، وايي چې ښځينه دايانې (ميډوايف) ورسره ښه چلند نه کوي.

هغې زياته کړه: ((يو خو چې ناروغ ور وړې، بس د خداى هيلې ته يې واچوي، هلته چې ډاکټرې پسې ورشې، داسې بد رد درته وايي چې پوښتنه يې مه کوه.))

زرين تاجه زياتوي، چې ډاکټرانې او دايانې له هغو ښځو زرګونه روپۍ اخلي، چې په دغه روغتون کې يې ولادت کېږي.

نوموړې وايي: (( زما لمسى پيدا شو، اول خو يې رانه درې زره روپۍ غوښتې بيا مې په ډېرو زاريو دوولس سوه کلدارې ورکړې، د دې لپاره چې ډېرې روپۍ مې ورکړې، د شپې په لسو بجو يې رخصت کړو.))

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى سليم، چې له خپلې مېرمنې او نوي زېږيدلي ماشوم سره له دغه روغتون نه د وتو په حال کې و، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ماشوم يې بېګا شپه زېږيدلى او په روغتون کې د شيريني په نوم ترې دوه زره کلدارې وغوښتل شوې.

هغه زياته کړه: ((موږ خو غريب خلک يو، د خداى په خاطر زما په جېب کې يو نيم زر روپۍ وې او هلته يې رانه دوه زره غوښتې بيا مې په ډېرو ستونزو ځان په زرو روپيو ترې خلاص کړ.))

سليم  وايي، که يې پيسې نه واى ورکړې، ماشوم يې نه ورکاوه.

هغه زياتوي، کوم کسان چې پيسې ورکوي، د هغوى د مريضانو ښه خدمت کېږي.

وحيدالله هم ورته شکايت لري، نوموړى زياتوي چې اکثره ډاکټرانې د روغتون ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته غواړي، ترڅو هلته ترې فيس واخلي.

نوموړى وايي: ((دا ډاکتران په سپينه جامه کې غله دي، چې خلک شکوي.))

د غني خېلو د شيرګړ قومي مشر حاجي وکيل شاه باچا هم ياده ستونزه مني او وايي، چې د غني خېلو د روغتون د نسايي ولادي له څانګې ټول ناروغ لرونکي شکايت لري.

هغه وايى: ((په ټول دولت کې فساد دى دا خو لا څه کوې، د دوى خو که په يوه زور بر شي يوه اخلي او که يې په لس بر شي، لس اخلي.))

بل قومي مشر ملک حاجي نسيم هم د يادې ستونزې په اړه اندېښنه لري او وايي چې د روغتون مسوولين له دې ستونزې خبر دي، خو په اړه يې کوم اقدام نه کوي.

هغه وايي: ((ډاکټرانې په لوى لاس مريضانو ته وايي، چې دا دولتي شفاخانه ده، زما شخصي معاينه خانې ته راشه هلته دې ښه خدمت کېږي، نو ته او خداى دا انصاف دى؟))

نوموړى وايي، دا اوسنۍ خبره نه ده، چې په ولادي نسايي څانګه کې له خلکو پيسې اخيستل کېږي، بلکې مياشتې، کلونه يې وشول ، چې د شيرينۍ په نوم خلک لوټي.

بلخوا د ياد پنځوس بستريز روغتون مشر ډاکټر رحمان ګل پژواک خبري اژانس ته د ناروغ لرونکو ادعاوې بې بنسټه وبللې او وايي، چې پخوا يې په همدغه تور يوه قابله هم له دندې ګوښه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((دلته ټول خدمات وړيا دي، هېڅوک حق نه لري، چې له چا نه يوه روپۍ هم واخلي او که څوک يې د شيرينۍ په ډول په خپله ورکوي، د هغې ممانعت نشته.))

ډاکټر رحمان ګل زياتوي، چې د دغه پنځوس بستريز روغتون امکانات کم او مراجعين يې زيات دي، کومو ناروغانو ته چې خدمات پر وخت ونه رسيږي بيا شکايتونه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد وايي، چې کېداى شي دغه ډول ستونزه موجوده وي، خو که کوم ډاکټر له چا پيسې واخلي، نو سم د واره دې اړوند مسوولينو ته خبر ورکړي.

دى وايي: ((زه د ولسونو ادعاوې په پوره ډول نه ردوم، خو موږ مخکې هم يوه ښځينه کارکوونکې په غني خېلو روغتون کې له دندې ګوښه کړې وه.))

شېرزاد پر خلکو غږ وکړ، چې په دې برخه کې دې له دوى سره مرسته وکړي او هر څوک چې له دوى نه پيسې غواړي په هماغه وخت دې د روغتون چارواکو ته حاضر شي.

هغه زياته کړه: ((راځئ چې دا فساد په دې ډول ختم کړو، اوس که زه هغه کار کوونکي له دندې ګوښه کړم، له ماسره کره ثبوت نشته، ولس دې ماته کره ثبوت وړاندې کړي په هماغه وخت يې له دندې ګوښه کوم.))

د يادونې ده، چې په ننګرهار ولايت کې د دولت ټول ١٢٤ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.