کابل (پژواک ١٦ لړم ٩١): مشرانو جرګې ته د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې طرحه، چې د روان کال له بودجې څخه ١١٩ ميليارده افغانۍ ډېره ده، نن معرفي شوه.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د راتلونکي مالي کال لپاره، چې د روان لمريز کال د مرغومى په مياشت کې پيلېږي٢، ١٩٦ ميليارده افغانۍ د عادي بودجې لپاره او ١٧٠ ميليارده افغانۍ د پراختيايي بودجې لپاره په نظر کې نيول شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د بودجې طرحه، چې پخوا د وزيرانو شورا له خوا تاييد شوې ده، پراختيايي بودجه ١١١ ميليارده افغانۍ ده او عادي بودجه ١٣٦ ميلياره افغانۍ ده.
دغه زياتوالى په داسې حال کې دى، چې د روان مالي کال بودجه د ٩ مياشتو لپاره وه، خو د راتلونکي مالي کال بودجه د ١٢ مياشتو لپاره په نظر کې نيول شوې ده. له ١٣٩٠ کال مخکې مالي کال له هجري لمريز سره مطابقت درلود.
د روان مالي کال بودجه له دې امله د ٩ مياشتو لپاره ترتيب شوې وه، چې ولسي جرګې د تېرې تلې په مياشت کې پرېکړه کړې وه، چې د هېواد مالي کال به د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه پيليږي.
د ماليې وزارت د وياند وحيدالله توحيدي په خبره، په توکيو کنفرانس کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دوه اړخيزو ژمنو په نظر کې نيولو سره، د راتلونکي مالي کال په بودجه زياتوالى راغلى، څو وکړاى شي په بنسټيزو او پراختيايي برخو کې ډېر کارونه ترسره کړي.
هغه وايي، چې په راتلونکي مالي کال کې د روغتيا، پوهنې، کانونو استخراج، انرژۍ او کرنې په برخو کې ډېره بودجه په پام کې نيول شوې ده.
دغه مهال، له غرمې مخکې (١٠:٣٠) د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال له خوا مشرانو جرګې ته د بودجې د طرحې جزئيات وړاندې کېږي، چې وروسته به خپاره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن