ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

اوباما د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

کابل (پژواک ١٧ لړم ٩١) : بارک اوباما د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ ټولټاکنو په ګټلو سره په دويم ځل د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې پرون په دغه هېواد کې ترسره شوې، په دې ټاکنو کې ولسمشر بارک اوباما د ډيموکراتانو او مېټ رامني د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد و، د دغو ټاکنو د غير رسمي پايلو اعلانول د افغانستان پر وخت نن سهار پيل شو.

په کابل کې د امريکا سفير جيمز کوننګهم نن (د لړم ١٧مه) په کابل کې د امريکا سفارت په ودانۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د اوباما د ګټلو اعلان وکړ او هغه ته يې مبارکي ورکړه.

خو تر اوسه د امريکا د حکومت له خوا د دغو ټاکنو رسمي پايلې نه دې اعلان شوې.

د وروستيو نارسمي پايلو له مخې، بارک اوباما تر اوسه د انتخاباتي حوزو ٣٠٣ او مېټ رامني ٢٠٦ رايې خپلې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((وياړم لرم چې د دويم ځل لپاره د امريکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما ټاکل کېدل هغه ته مبارکي ورکړم.))

سفير وويل، چې امريکايانو په افغانستان کې ډېرې قربانۍ ورکړې او ډېرې مرستې يې له افغانستان سره کړې دي.

کوننګهم وايي: ((ولسمشر اوباما زموږ د دوامداره مشارکت او د افغانستان له وګړو سره ستراتيژيک تړون ته ژمن دى.))

په کابل کې د امريکا سفير زياتوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما به په راتلونکي کې دغه مشراکت ته نوره هم پراختيا ورکړي او له افغانانو سره به د دوى د ښې راتلونکې لپاره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر اوباما ويل، چې افغانستان به پر خپلو پښو د درېدو لاره يواځې نه پرېږدي.))

د بارک اوباما سيال ميټ رومني خپله ماتې ومنله او له خپلو پلويانو څخه يې مننه وکړه، چې ده ته يې رايې ورکړې دي.

دغه راز د پايلو تر اعلان څو ساعته وروسته ولسمشر بارک اوباما هم خپلو لسګونو زرو پلويانو ته په وينا کې له هغوى مننه وکړه، چې ده ته يې رايه ورکړه.

هغه ژمنه وکړه، چې د خپل هېواد او ولس د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.