ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې لسګونو ښځو ورزش ته مخه کړې

په مزارشريف کې لسګونو ښځو ورزش ته مخه کړې

author avatar
7 Nov 2012 - 15:51
په مزارشريف کې لسګونو ښځو ورزش ته مخه کړې
author avatar
7 Nov 2012 - 15:51

مزار شريف ( پژواک ١٧ لړم ٩١): له ټولنيزو او کولتوري ستونزو سره سره په بلخ ولايت کې ګڼ شمېر ښځو سپورټ او ورزش ته مخه کړې ده.

دا څرګندونې په مزارشريف ښار كې د ((بلخ د مېرمنو ورزشي مركز)) مسوولې ليلا ساپۍ پژواك خبري اژانس ته په ځانګړې مركه كې وکړې.

هغې زياته کړه: (( مېرمنې د سړيو په پرتله سپورت ته ډېره اړتيا لري.))

د نوموړې په وينا، كه مېرمنې په پرله پسې توګه ورزش ته مخه كړې؛ نو له ډېرو هغو ناروغيو چې يوازې ښځې ورسره مخ دي، وبه ژغورل شي.

۳۰ كلنې ليلا له تېرو دوو كلونو را په دېخوا په مزارشريف ښار كې د ښځو د ورزش لپاره مركز جوړ كړى، چې دمګړى ورته هره ورځ په دوو وختونو كې ۷۵ مېرمنې راځي.

نوموړې، چې په مزارشريف ښار كې يې د تېرو كلونو په پرتله د ښځو د ورزش د پرمختګ يادونه هم كوله، خو اندېښنه يې لرله، چې لا هم مېرمنې د كورنيو او ټولنې له خوا له ستونزو سره مخ دي.

هغې زياته كړه: ((هغه مهال، چې د ښوونځي زده كوونكې وم، له سپورت سره مې مينه وه، بار بار د كور د ځينو غړو له خوا وګواښل شوم، چې بايد سپورت ونه كړم، راته ويل به يې، چې د ښځو يې لا په سپورت څه؛ خو ما په ثبوت ورسوله، چې مېرمنې هم سپورت ته اړتيا لري.))

ليلا ساپۍ وويل، نن خوشاله ده، چې د يو ورزشي مركز مشري پر غاړه لري، چې په كې د مېرمنو د فټنس ترڅنګ د واليبال، پينګ پانګ، باسكټ بال او شطرنج لوبو زده كړې او تمرين ترسره كېږي.

نوموړې زياته كړه، چې په عمومي توګه د سپورت كليمه د سړيو لپاره كارول كېږي، چې بايد دوى يې ترسره كړي؛ خو مېرمنې له سړيو څخه سپورت ته ډېره اړتيا لري.

د هغې په وينا، د دوى د مركز د فټنس برخې د نجونو په پرتله واده كړې مېرمنې ډېرې راځي، چې ډېرى پر ښځينه ناروغيو اخته وي.

د طبي چارو كاروپوهان هم سپورت د ښځينه ناروغيو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه لاره ګڼي.

د بلخ د ملكي روغتون ډاكټر وكيل متين پژواك اژانس ته وويل، چې له واده مخكې او وروسته ځينې داسې ناروغۍ وي، چې كه چېرې مېرمنې ورسره سپورت وكړي نو نه ورسره مخ كېږي.

نوموړي د بېلګې په توګه د وينې د فشار لوړوالى، په وينه كې د وازدې ډېرښت، د ملا دردونه، د ډېر كار د فشار له امله د سردردي د ناروغيو يادونه وكړه.

همداراز هغه د افغان ټولنې ښځې د سړيو په پرتله اروايي فشار لاندې وګڼلې، چې د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې سپورت له ټولو ښه لاره په ګوته كړه.

۳۲ كلنه نجلا، چې څلور كاله مخكې يې واده كړى او د دوو بچيانو مور ده، له تېرو درېيو مياشتو په ياد ورزشي مركز كې د ښځو د فټنس په برخه كې تمرين كوي، له خپلې كورنۍ مننه كوي، چې د ورزش اجازه يې وركړې ده.

نوموړې زياته كړه: ((له واده سره مې د وخت په تېرېدو له ځينو دردونو نالښت زياتېده، بار بار ډاكټرانو ته لاړم؛ خو هر ډاكټر راته د دوا د استعمالولو پر ځاى د ورزش كولو لارښوونه كوله.))

د هغې په وينا، د مياشتې د ۵۰۰ افغانيو د فيس د وركړې په بدل كې په پرله پسې توګه هره ورځ په دغه مركز كې يو ساعت ورزش كوي؛ چې له امله يې اوس هېڅ ډول ناروغي نه لري.

خو ليلا ساپۍ وويل، چې د سپورت پر دومره ګټو لرلو سربېره هم د ښځو لپاره د سپورت اجازه نه وركول كېږي.

نوموړې زياته كړه، چې دوى په خپل مركز كې په ټوله مانا د ښځو د پردې د خوندي ساتلو لپاره چمتووالى نيولى دى.

د هغې په وينا، ځانګړې حويلۍ لري، چې سړي ورته د ننوتو اجازه نه لري.

ليلا ساپۍ وويل، چې دوى د لا ښه سپورتي تمرين د وړاندې كولو لپاره مسلكي ټرينينګونو ته اړتيا لري، چې بايد دولت ورسره په دې برخه كې مرسته وكړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.