ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پېښور کې ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي او ٣٧ نور ټپيان دي

پېښور کې ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي او ٣٧ نور ټپيان دي

author avatar
7 Nov 2012 - 11:23
پېښور کې ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي او ٣٧ نور ټپيان دي
author avatar
7 Nov 2012 - 11:23

اسلام اباد (پژواک ١٧ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي او ٣٧ ملکي وګړي ټپيان دي.

د پېښور ښار د پوليسو مشر اصف اقبال د لړم په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د پېښور ښار په کابلۍ بازار کې د پوليسو پر تاڼه ترسره شوى او د يوه پوليس افسر په ګډون پنځه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د ځانمرګي بريد موخه د پوليسو د د تحقيقاتو او پلټنو د برخې افسر، هلال حيدر و، چې هغه په کې وژل شوى دى.

خو يوه بل پوليس افسر جاوېد مروت د پېښور په ليډي ريډينګ روغتون کې خبريالانو ته وويل، چې په دې پېښه کې د پوليسو تفتيشي افسر هلال حيدر، د هغه موټر چلوونکى، يو ساتونکى او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر ملکي وګړي ټپيان دي.

د ليډي ريډينګ روغتون يوه موظف ډاکتر مختيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له چاودنې دوى ته پنځه مړي او ٣٧ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې د اتو کسانو روغتيايي حالت نازک دى.

د پېښې يوه عيني شاهد وحيدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چاودنه دومره زوروره وه، چې له امله يې نږدې دوکانونه او څلور موټر هم ويجاړ شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د پېښور ښار سوېل ته په يوه نښته کې يو پوليس او دوه بريد کوونکي وژل شوي وو.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.