ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر : د پوليسو په ليکو کې مخالفين ځاى پرځاى شوي

اتمر : د پوليسو په ليکو کې مخالفين ځاى پرځاى شوي

author avatar
8 Nov 2012 - 16:30
اتمر : د پوليسو په ليکو کې مخالفين ځاى پرځاى شوي
author avatar
8 Nov 2012 - 16:30

 

لښکرګاه(پژواک ١٨لړم٩١) دکورنيو چارو وزارت دپوليسو عمومي رييس لوى پاسوال محمدحسن اتمر وايي،چې پاکستان په افغانستان کې لاسپوڅى حکومت غواړي.

اتمر دغه څرګندوني دلړم په  ١٨ مه  په داسې حال کې په لښکرګاه کې وکړې، چې ديوه پلاوي په مشرۍ لښکرګاه ته د پوليسو له ليکو څخه  د ليدنې په  موخه تللى و.

نوموړي ددې ولايت دپوليسو په  ٧٠٧ ساحوي زون کې له ځايي چارواکيو سره وليدل او ويې ويل،چې هلمندته يې دسفر موخه له امنيت څخه جاج اخيستل اودپوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو راوستل دي.

هغه زياته کړه ، چې اوس مهال پوليس په ښه  روحيه سمبال دي او تر ډيره  بريده له امنيت څخه ساتنه هم ملي پوليس کوي، چې امنيت ورسره ښه شوى دى.

اتمر وايي،چې که څه هم دپوليسو په  ليکوکې ستونزې شته،دګاونډيو هيوادونو اوددولت د وسلوالو مخالفينولخواد پوليسو په ليکو کې مخالفين ځاى پرځاى شوي، خو دوى يې هم په وړاندې کرار نه دي ناست اواصلاحات يې پيل کړي دي.

دده په خبره ، چې دپوليسو په ليکوکې ددولت دمخالفينو نفوذ يوه  جدي ستونزه ده،چې له وړاندې يې دحل کولو په موخه  کشفي او استخباراتي ادارو خپلېهڅې پيل کړې دي او تر ډيره  يې مخه هم نيول شوې ده.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي ، چې په دې وروستيو کې په هلمندولايت کې د پوليسو ترمنځ په خپلمنځي بريدونو کې ګڼ شمېر پوليس وژل شوي دي.

لوى پاسوال محمدحسن اتمر دغه راز وويل، چې ګاونډي هيوادونه او په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت غواړي، په افغانستان کې دخپل لاس نظام جوړ کړي، چې له همدې امله د جګړې د دوامداره ساتلو لپاره  له بېلابېلولارو چارو څخه ګټه پورته کوي.

نوموړي دغه راز وويل ، چې د پاکستان دنظام بله هڅه داده ، چې د ډيورنډ کرښه له منځه يوسي او ددې ډيرو هڅو په تر سره کولو دافغانستان  دولت دې ته اړباسي، چې دا مسئله پريږي دي، خو د افغان دولت   لخوا به هېڅکله هم دا خبره ونه منل شي او پر وړاندې به يې مبارزه کوي.

اتمر زياتوي، چې په افغانستان کې اوس روانه جګړه نه جهاد او نه هم عقيدوي ده او نه هم اسلام  ته کوم ګواښ متوجه دى، يواځې سياسي موخې لري، چې په همدې پلمه يې مخ پروړاندې بوځي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيوکې ټول افغان سرتېري مسلکي شوي ، دخلکو ملاټر يې تر لاسه کړى ، چې له امله  يې ډېرې امنيتي ستونزې کمې اود دولت  مخالفينو خپل مورال له  لاسه ورکړى دى.

په  لښکرګاه کې دپوليسو د٧٠٧ ساحوي زون قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزيوويل ،چې داتمر په مشرۍ  راغلي پلاوي دځينو امنيتي مسايلو په اړه خبرې وکړې .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.