خوست ښار (پژواک ٢١ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د خوست په صبريو ولسوالۍ کې نن سهار وختي د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د يوه نوي زېږدلي ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول.
د صبريو امنيه قوماندان سمونيار روشن د لړم په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دغې ولسوالۍ د مکتب بازار په سيمه کې پر يو پيکپ موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، تېره شپه د يادې کورنۍ يوه ښځينه د ولادي او نسايي ناروغۍ له امله کلينيک ته وړل شوې وه او د ماشوم له زېږدو وروسته نن سهار بېرته له روغتون څخه کور ته په لاره وو، چې د سړک غاړې چاودنه پرې وشوه او شپږ تنه په کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده پېښـه کې نوى زېږدلى ماشوم، د هغه مور او پلار، تره، نيا او نيکه وژل شوي دي.
د ولي خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې ښايي دغه ماين وسلوالو طالبانو ځاى پر ځاى کړى وي.
د ده په خبره، له تېرو څو ورځو راهيسې په سيمه کې د ولايتي ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي او وسلوال طالبان هڅه کوي، د ماينونو په خښولو سره هغوى له سيمې اېستلو ته اړ کړي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ډېر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، تېره اوونۍ هم په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ورته پېښو له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن