ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ملي دفاع وزارت سره د وسايلو او لوازمو مرسته وشوه

له ملي دفاع وزارت سره د وسايلو او لوازمو مرسته وشوه

author avatar
13 Nov 2012 - 17:52
له ملي دفاع وزارت سره د وسايلو او لوازمو مرسته وشوه
author avatar
13 Nov 2012 - 17:52

کابل (پژواک ٢٣لړم ٩١) : د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره د ترکيې هېواد له خوا د وسايلو  او لوازمو مرسته وشوه.

دغه ټکى د ملي دفاع وزارت د هداياوو مدير ډګروال پيرمحمد توراني د لړم په ٢٣مه پژواک اژانس ته په ډاګه کړ .

نوموړي زياته کړه ، چې په دې  مرسته کې ۷ عرادې موټر، چې په کې ، د قوماندان د کنټرول يو عراده موټر ، يو د پرسونل د لېږد موټر ، يو د ټپيانو د لېږد امبولانس ، دوه عرادې  د ډوډۍ پخولو هغه  ګرځنده داشونه دي ، چې په يوځل هر يو يې د (٥٠٠ )  ډوډيو پخولو وړتيالري او دوه عرادې  د جامو وينځولو هغه سيار ماشينونه دي ، چې هر يو يې په يوځل د (٥٠٠) جوړو جامو د وينځولو وړتيالري .

توراني وويل ،چې په دغو مرستو کې دوه پايې  سل کيلو واټه او دوه پايې ديرش کيلو واټه جنراتورونه هم شامل دي .

 نوموړي زياته کړه ، چې د  يادو وسايلو او لوازم ټوليز ارزښت پنځه سوه  او دوه ديرش نيم زره       ( ٥٣٢٥٠٠ ) امريکايي ډالره ده ، چې خپله د ترکيې هېواد له توليداتو څخه شمېرل کيږي .

ده وويل، چې ياد وسايل او لوازم نن د کابل په هوايي ډګر کې د هېواد د ملي دفاع وزارت اړوندې څانګې ته وسپارل شول .

د توراني په خبره ، چې ترکيه هر کال له يو ميليون څخه تر يونيم ميليونو ډالرو  په ارزښت د بېلابېلو  وسايلو او لوازمو مرسته کوي.
د يادونې ده ، چې ترکيې د لړم په ١٩ مه ، د  استانبول په ښار کې د ملي اردو  ٢٨ سرتېري تر ځانګړو زده کړو وروسته فارغ کړل .

 ترکيه په افغانستان کې د بيارغونې ، روغتيا، پوهنې او په بېلابېلو نورو څانګو کې د مرستو ترڅنګ لومړنی اسلامي هېواد دی، چې د ناټو په چوکاټ کې يې افغانستان ته ۱۸۴۵ پوځيان را استولي دي او دغه هېواد په جوزجان او ميدان وردګو ولايتونو کې د ولايتي بيارغونې (پي ار ټي ) ډلې هم لري ، چې په ملکي خدمتونو بوختې دي .

 د تېر کال (١٣٩٠) د کب په ٢٦مه په کابل کې له يوه کور سره د ترکيې د چورلکې د جنګېدو له امله  ۱۲  ترکي پوځيان مړه شول .   

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.