ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل ښار راکټي بريد يو تن وواژه

پر کابل ښار راکټي بريد يو تن وواژه

author avatar
13 Nov 2012 - 08:56
پر کابل ښار راکټي بريد يو تن وواژه
author avatar
13 Nov 2012 - 08:56

کابل ښار (پژواک ٢٣ لړم ٩١): پر کابل ښار نن سهار درې راکټونه لګېدلي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې ټپيان دي.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل پر ښار دغه راکټي بريد نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه راکټونه د ښار د نهمې او شپاړسمې امنيتي حوزو اړوند ساحو کې لګېدلي دي.

مل پاسوال ظاهر وويل، چې يو راکټ د شمشاد ټلويزيون په ودانۍ، دويم يې عبدالحق څلور لاري ته څېرمه د ملي امنيت رياست يوې ودانۍ ته نږدې او درېيم له مسلخ سره لګېدلى دى.

د نوموړي په وينا، له مسلخ سره نږدې لګيدلي راکټ يو تن وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

هغه وايي، په دې اړه پلټنې پيل شوې، چې راکټونه له کوم لوري، چا او څنګه توغولي دي.

د دغو راکټي بريدونو مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى.

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو نن سهار د ولسمشرۍ ماڼۍ او د کابل هوايي ډګر تر بريد لاندې راوستي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

نوموړي د زيانونو په اړه کره معلومات ورنه کړل.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.