کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩١): د امريکا دفاع وزارت وايي، چې له سپينې ماڼۍ سره په ګډه په دې فکر کوي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته څومره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.
دغه څرګندونې د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا پرون اسيا ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن په دې اړه پر يو شمېر وړانديزونو کار کړى دى.
پنيټا ويلي، چې په راتلونکو څو اوونيو کې به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
دى وايي: ((په دې اړه د جنرال الن وړانديزونه تر ارزونو لاندې دي او له سپينې ماڼۍ سره په ګډه پرې کار روان دى.))
هغه زياته کړې: ((هيله من يم چې د دې پرېکړې له مخې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي ځواکونو يوه ښه شمېره ولرو.))
پنيټا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په کابل کې د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې اترې پيل شي.
تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د اډو او د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېره به هم د دغه تړون د خبرو اترو يوه برخه وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن