ژبه

وسلوالو طالبانو دوه ژباړونکي ووژل

عبدالمقصود عزيزي

۲۴ لړم ۱۳۹۱ - ۱۱:۵۳

Views: ۶۱

پل علم (پژواک ٢٤ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د لوګر د مرکز اړوند سيمه کې د بهرنيو ځواکونو دوه ژباړونکي وژلي دي.

د لوګر امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د لړم په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې وسلوالو طالبانو د پل علم اړوند د پورک په سيمه کې د کابل – ګردېز پر لويه لاره دوه ژباړونکي له موټر ښکته کړي او بيا يې پر ډزو وژلي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي ژباړونکي د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي او اوس يې کورونه په کابل وو.

نوموړي وويل، دغو ژباړونکو اوس د لوګر په پادخاب سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په شېنک نومي مرکز کې دندې ترسره کولې.

نوموړي زياته کړه، چې دوى له کابله د خپلې دندې پر لور پادخاب سيمې ته روان وو، چې پر لاره وسلوالو طالبانو له موټره ښکته او ويې وژل.

د امنيت امر وايي، چې د وژل شوو ژباړونکو مړي دغه مهال د لوګر په امنيه قوماندانۍ کې دي او په دې اړه يې کورنيو ته خبر ورکړى دى.

د پېښې يو عيني شاهد رحيم الله پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې  له پېښې يو ساعت مخکې د موټرو د پلټلو په موخه وسلوال طالبان راوتلي وو، خو ښايي د ژباړونکو په اړه يې لا مخکې معلومات اخيستي وو.

د هغه په وينا، ژباړونکي په خپل کرولا موټر کې روان وو، چې د طالبانو له خوا له درولو وروسته ووژل شول.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له تېر شاوخو يو کال راهيسې د کابل–ګردېز پر لويه لاره ورته پېښې کمې شوې وې، خو مخکې په دې لاره دغه ډول پېښې ډېرې رامنځ ته کېدې.