ترينکوټ (پژواک ٢٥ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې اته وسلوال وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد د لړم په ٢٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له پرون سهار راهيسې د چارچينو په دوانګ سيمه کې د پوليسو له خوا عمليات پيل شوي وو، چې بهرنيو ځواکونو يې هوايي ملاتړ کاوه.
د هغه په وينا، دغه عمليات دا مهال پاى ته رسېدلي، چې په ترڅ کې يې اته وسلوال وژل شوي او د يوه پوليس په ګډون درې وسلوال ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې ياده سيمه له دې مخکې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وه، چې اوس يې ترې پاکه کړه.
د ولي داد په خبره، ياد وسلوال له پوليسو سره په مخامخ نښتو او د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې دوى د يادو عملياتو پر مهال د ماين چاودنو په ترڅ کې اته پوليس وژلي او د هغوى دوه موټر ويجاړ شوي او خپلې خوا ته يې مرګ ژوبله رد کړه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن