ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې ترنک خپلواکې راډیو په خپرونو پيل وکړ

په زابل کې ترنک خپلواکې راډیو په خپرونو پيل وکړ

author avatar
15 Nov 2012 - 15:49
په زابل کې ترنک خپلواکې راډیو په خپرونو پيل وکړ
author avatar
15 Nov 2012 - 15:49

کلات ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) :  په زابل ولایت کې په لومړي ځل د ترنک په نوم یوې خپلواکې راډيو په خپرونو پيل وکړ .

د دغې راډیو د امتیاز څښتن او د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د لړم پر ۲۵مه ، پژواک خبري اژانس ته وویل ، دغه راډیو، چې نن يې امتحاني خپرونې پيل کړې، د اېف اېم په څپو کې به نشرات ولري.

نوموړي زیاته کړه ، چې راډیو یې په خپل شخصي لګښت فعاله کړې او هڅه کوي ، چې په راتلونکي کې هم ورسره همکاري وکړي.

زابلى وايي : (( تراوسه پورې په زابل کې خپلواکه راډیو نه وه ، پداسي حال کې ، چې ډير ضرورت ورته و، د همدې تشې د ډکولو او د زابل د خلکو د ستونزو د هواري په موخه مو د ترنک راډیو تاسیس کړه او دا راډیو به په هیڅ سیاسي  لوري پوړې تړلې نه وي.))

هغه د زابل له چارواکو او عامو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې راډیو د لا کامیابیو لپاره ورسره همکاري وکړي.

د زابل والي اشرف ناصري هم د دغې راډیو د پرانېستې په مراسمو کې د راډیو پرفعاله کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ده تر مشرتابه لاندې ټولې دولتي ادارې به ورسره مرسته کوي.

د ترنک راډیو مسوول مدیر بسم الله پښتون مل پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د ترنک راډیو نشرات د کلات ترڅنګ د زابل په نږدې ټولو ولسواليو کې د ایف ایم په ۸۷،۹ څپو اورېدل کیږي.

هغه زیاته کړه، چې په دې راډیو کې به دیني، سیاسي، ټولنیز ، معلوماتي او تفریحي پروګرامونه خپروي.

د ده په خبره، چې د ترنک راډیو نشرات د اوس لپاره ۴ ساعته دي او په نږدې راتلونکي کې دوى په پام کې لري، چې د نشراتو وخت یې ډیر کړي.

د یادولو ده ، چې ترنک راډیو په زابل کې لومړنۍ نادولتي راډیو ده، چې خپل نشرات پيلوي، له دې مخکې په شاه جوى ولسوالۍ کې د سورغر په نامه يوې راډيو خپرونې کولې. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.