کندهار ښار (پژواک ٢٥ لړم ٩١): په کندهار کې د سوداګرۍ خونو نوې ودانۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه.
دغه ودانۍ له هرات ولايت وروسته دويمه لويه او پرمختللې ودانۍ ده، چې د کندهار ښار اړوند په عينو مېنه ښارګوټې کې جوړه شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهير د نوې ودانۍ د پرانېستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار لپاره د سوداګرۍ خونې نوې ودانۍ په ٣ زره متره مربع ځمکه کې په څلور پوړو کې د دوو کلونو په موده کې ودانه شوې ده.
د نوموړي په وينا، دد غې ودانۍ لپاره ځمکه د عينو مېنې د ښارګوټي د مسوولينو له خوا ورکړل شوې ده.
هغه زياته کړه، پر دغې ودانۍ ١١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې په کندهار کې د مېشتو سوداګرو او سوداګرۍ خونو د مرکزي ادارې له خوا ورکړل شوى دى.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، دغه ودانۍ د سوداګرۍ د ودې په لاره کې لوى ګام وګاڼه.
هغه وويل، په کندهار کې د سوداګريزو ستونزو د څېړلو په موخه اقتصادي کمېټه جوړه شوې، چې ولايت مقام د هغوى له غوښتنو سره سمې پرېکړې کوي.
نوموړي، په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيانو وتلو ته په اشارې وويل، چې د نورو تر څنګ پانګوال او سوداګر هم تر دغه کال وروسته د هېواد حالت ته اندېښمن دي، خو هغه ډاډ ورکړل، چې نړيوالې ټولنې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره د مرستو ژمنتيا ښودلې ده.
پرانيست غونډې ته له کابل څخه د سوداګرۍ او صنايعو عمومي رييس حسين فهيم هم راغلى و، چې په خپله وينا کې يې کندهار د سوداګرۍ د لوى مرکز په توګه ياد کړ.
هغه وويل، له ستونزو سره سره اوس هم په کندهار ولايت کې د پانګونې لړۍ ښه ده او نور هم وده کوي.
د هېواد د سوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزي بيا له حکومت څخه وغوښتل، چې له دغه ولايت څخه د ګازو د نل ليکې د تېرېدو او له کندهار څخه تر کوېټې پورې د پټلۍ د غځولو په برخه کې کار وکړي.
په پرانيستغونډه کې يو شمېر سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پېښو ستونزو په اړه هم ويناوې وکړې او دغلته يې برېښنا لومړنۍ او اساسي اړتيا وګڼله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن