ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په وردوج  کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د بدخشان په وردوج کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

author avatar
16 Nov 2012 - 10:31
د بدخشان په وردوج  کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې
author avatar
16 Nov 2012 - 10:31

 فيض اباد ( پژواک ٢٦لړم٩١) : دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلى د اړولو دعوه کوي .

 د بدخشان د امنيه قوماندانۍ سرپرست سخي داد حيدري د لړم په٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر مازيګر وسلوالو طالبانو د وردوج ولسوالۍ پر يوې پوستې بريد وکړ ، چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شول او بريد په شا وتمبول شو .

 هغه زياته کړه ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده  معلومه .

 حيدري زياته کړه ، چې په ياد شوي بريد کې يواځې دوه  پوليس ټپيان شوي دي .

 خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي ، چې په ياده شوې نښته کې شپږ طالبان ټپيان شوي دي .

 هغه ادعا وکړه ، چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ د عامه نظم پوسته نيولې وه ، چې په ترڅ کې يې ٩  پوليس وژل شوي او پنځه  نور  ټپيان شوي دي .

 د مجاهد په وينا، طالبانو د ياد بريد پرمهال يوه پيکا ، يو ار پى جي راکټ ، اووه ميله سپکه وسله  او زياته اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي .

 د يادونې ده ، چې پنځه مياشتې مخکې په وردوج   کې  د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې اته پوليس او شپږ طالبان وژل شوي وو او دوه پوليس او يوولس طالبان ټپيان شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.