زرنج (پژواک٢٦لړم٩١) : د نيمروز ولايت د ارشاد ، حج او اوقافو پخوانى رييس او د ښاري محکمې اوسنۍ رييس مولوي غلام سرور بلوڅ ووژل شو.
پوليس وايي ، چې پر دغه ديني عالم تېر ماښام وروسته له هغه د نيمروز د مرکز زرنج ښار په ګڼ مېشته سيمه کې وسلوال بريد وشو ، چې د ماښام د لمانځه د ادا کولو په موخه جومات ته روان و .
د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې غلام سرور د دوو تنو موټر سايکل سپرو لخوا وژل شوى او عاملين يې په تېښته بريالي شوي دي.
رسولي زياته کړه ، چې بلوڅ اوسمهال د ښاري محکمې رييس او د بلوڅو د قوم مشر و ، هغه پخوانى جهادي قوماندان او په ١٣٧٠ کال کې د دې ولايت د ارشاد ، حج او اوقافو رييس و .
د نيمروز امينه قوماندان ادعا وکړه ، چې دغه اويا کلن ديني عالم د وسلوالو طالبانو لخوا وژل شوى او پوليسو د پېښې د عاملينو د پيدا کولو په موخه پلټنې پيل کړې دي .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې د نيمروز د ښاري محکمې رييس مولوي سرور د طالبانو په وسلوال بريد کې وژل شوى دى .
خو دمولوي بلوڅ زوى ذبيح الله بيا وايي ، چې سپين ږيرى پلار يي د شورويانود يرغل پرمهال له هيواد څخه کلکه دفاع کړې او د نيمروز دخلکو د ستونزو په حل کې هم مرسته کوله.
هغه زياته کړه ، چې دوى له چا سره دښمني نه لرله او ګومان کوي ، چې پلار يې وسلوالو طالبانو وژلى دى .
له بلې خوا د زرنج ښار يو تن اوسيدونکې شاه رسول پر امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه ،چې د غلام سرور بلوڅ وژنه يو ضايعه ده او زياته يې کړه ، چې يو ديني عالم د ښار په منځ کې وژل کيږي او پوليس يې مخه نشي نيولى .
هغه زياته کړه ، چې پوليس بايد د دغه شان وژنو مخه ونيسي .
دغه راز ولسمشر حامد کرزي هم ياده پيښه په ککله غندلې ده .
هغه مطبوعاتي اعلاميه ، چې نن د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رسيدلى په راغلي دي ، چې وسله وال مخالفين د دغه شان بريدونو په ترسره کولو سره غواړي ، چې دهيواد په خير او ښيګڼه کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول کم کړي .
سرچينه زياتوي ، چې وسله وال مخالفين به هيڅ مهال په دې ونه توانيږي ، چې د دغه شان بريدونو په تر سره کولو سره خپلو شنيع موخو ته ورسيږي .
نيمروز له ايران اوپاکستان سره ګډه پوله لري او د بلوڅو د قوم وګړي د نيمروز ترڅنګ د ايران په سيستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې ژوند کوي .
د ويلو ده ، چې په تېرو لسو ورځو کې د زرنج ښار په پنځمه ناحيه کې د ملي امنيت يوتن موټر چلوونکى او د دلارام ولسوالۍ په بازار کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اشپز د موټر سايکل سپرو لخوا وژل شوي دي .
خو وسلوالو طالبانو بيا ادعا کوله ، چې په زرنج ښار کې يي د عبدالخليل په نوم د پوليسو يو قوماندان وژلى دى .
Visits: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن