ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه طالب ولسوال په ګډون نهه وسلوال ونيول شول

د يوه طالب ولسوال په ګډون نهه وسلوال ونيول شول

author avatar
17 Nov 2012 - 15:51
د يوه طالب ولسوال په ګډون نهه وسلوال ونيول شول
author avatar
17 Nov 2012 - 15:51

غزني ښار (پژواک ۲۷ لړم ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني ښار او ځينو ولسواليو کې د ګډو عملياتو پر مهال د طالبانو د يوه نومول شوي ولسوال په ګډون نهه وسلوال ونيول شول او دوه نور وژل شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد عمليات په قره باغ، اب بند او ګيلان ولسواليو کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې پيل شوي او تېر ماښام پاى ته ورسېدل.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې، چې بهرني ځواکونه يې هم ملاتړې وو، وتوانېدل، د غزني د اب بند ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو ولسوال ملا نقيب الله له درېيو ملګرو ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې نور پنځه وسلوال طالبان يې د غزني په قره باغ او ګيلان ولسواليو کې نيولي دي.

د ملي امنيت رييس وويل: ((په نيول شوو کې د ادم خان په نوم يو تن، چې د ماين جوړولو ماهر دى، هم شامل دى.))

د ده په خبره، د يادو عملياتو په ترڅ کې شپږ موټرسايکلونه او ډېر شمېر وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

نيول شوو وسلوالو طالبانو چې نن خبريالانو ته هم وښودل شول، ومنله چې دوى له وسلو سره يو ځاى نيول شوي او وسلوال فعاليتونه يې کول.

يوه نيول شوي طالب، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې له دېرې مودې راهيسې يې د دولت پر وړاندې وسلوال فعاليت کاوه.

خو ملانقيب الله، چې د چارواکو په خبره، د اب بند ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو له لوري ولسوال ټاکل شوى، دا خبره نه مني او وايي: ((زه هغه ولسوال نقيب الله نه يم، هغه بل نقيب الله دى، زه هېڅ له طالبانو سره تړاو نه لرم.))

د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د ملي اردو چارواکي هم وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې په اندړو او قره باغ ولسواليو کې دوه وسلوال وژلي، دوه يې نيولي او پنځه يې ټپيان کړي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د قره باغ ولسوالۍ د ميرياڼو په سيمه کې دوه وسلوال له وسلو سره هغه مهال ونيول، چې غوښتل يې له سيمې وتښتي.

د ده په خبره، دغه راز يې په اندړو کې هغه وخت دوه وسلوال طالبان ووژل او پنځه يې ټپيان کړل، چې له دوى سره يې نښته وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.