کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي د فلسطين پر خاوره د اسراييلي ځواکونو بريدونه په کلکه وغندل او د ژر درېدو غوښتنه يې وکړه.
د فلسطيني چارواکو د معلوماتو له مخې، له تېرې چهارشنبې راهيسې د فلسطين پر اړوندو سيمو د اسراييلي ځواکونو د بريدونو او بمباريو له امله د ۳۰ په شاوخوا کې بې ګناه وګړي وژل شوي او د ۲۷۰ په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي.
په وژل شوو کې د غزې د واکمنې حماس ډلې پوځي قوماندان او د هغه مرستيال هم شامل دى.
له ارګ څخه د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د افغانستان د خلکو په استازيتوب د فلسطين پر بې ګناه وګړو دا ډول بريدونه چې له کلونو راهيسې دوام لري، په کلکه وغندل او غوښتنه يې وکړه چې ډېر ژر دې دا بريدونه او د ملکي وګړو وژل بند شي.
حامد کرزي زياته کړې، چې ملکي وګړو ته زيان رسول که هر ځاى او له هرې خوا وي، د توجيه وړ نه دى او د افغانستان اسلامي جمهوريت د يوه فوري اوربند لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي د فلسطين خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن