ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي ايتلاف: خوشي شوي طالب بنديان د سولې په پروسه کې هېڅ رول نه شي لوبولاى

ملي ايتلاف: خوشي شوي طالب بنديان د سولې په پروسه کې هېڅ رول نه شي لوبولاى

author avatar
18 Nov 2012 - 16:03
ملي ايتلاف: خوشي شوي طالب بنديان د سولې په پروسه کې هېڅ رول نه شي لوبولاى
author avatar
18 Nov 2012 - 16:03

کابل ښار (پژواک ٢٨ لړم ٩١): د ملي ايتلاف وياند وايي، چې د سولې پروسه سمبوليکه بڼه لري او خوشي شوي طالب بنديان هم د هېڅ کوم لوري په ګټه نه شي کېداى.

د سولې د عالي شورا مشر تېره ورځ په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ٩ مهم طالب بنديان د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي او تمه ده چې پاکستان پاتې نور طالب بنديان هم خوشي کړي.

صلاح الدين رباني تېره اونۍ د سولې د عالي شورا د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ، ترڅو له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان عملي همکاري راجلب کړي.

هغه د خوشي شوو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه يې نور معلومات ورنه کړل او دا يې هم ونه ويل، چې خوشي شوي کسان اوس چېرې دي.

خو يو شمېر لوېديځو رسنيو راپور ورکړى و، چې په خوشي شوو طالب بنديانو کې د پخواني جهادي رهبر مولوي محمديونس خالص زوى مولوي نورالحق، د طالب واکمنۍ مهال د عدليې وزير ملا نورالدين ترابي او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا د لړم په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې د سولې عالي شورا له خوا خوشي شوي طالب بنديان سوځېدلې مهرې دي، چې نه د پاکستان، نه د افغانستان او نه هم د طالبان لپاره ګټه رسولاى شي.

د هغه په وينا، خوشي شوي طالب بنديان نه په وسلوالو طالبانو کې دا مهال نفوذ او محبوبيت لري، نه د پاکستان له حکومت سره ښې اړيکې لري او نه هم افغان دولت ته په درد خوري.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې په پروسه کې بايد پاکستان ته هېڅ د لاسوهنې او مداخلې اجازه ورنه کړاى شي.

د اوريا په خبره، د سولې د پروسې په مېکانېزم کې بايد بدلون راوستل شي او يواځې افغانان، ملګري ملتونه او اسلامي کنفرانس په کې وي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.