ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: د ملي اردو تلفات ډېر شوي

عظيمي: د ملي اردو تلفات ډېر شوي

author avatar
20 Nov 2012 - 12:38
عظيمي: د ملي اردو تلفات ډېر شوي
author avatar
20 Nov 2012 - 12:38

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١): ملي دفاع وزارت په تېرو اوو مياشتو کې د ملي اردو د ٨٣٠ منسوبينود وژل کېدو او د اردو د لوړپوړو قوماندانانو په کچه له احتمالي بدلونونو خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال محمدظاهر عظيمي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې په تېرو ٧ مياشتو کې د ملي اردو٨٣٠ منسوبين وژل شوي، چې دغه شمېر د تېر کال په اوو لومړيو مياشتو کې ٥٦٨ و.

دى وايي، چې ملي اردو ته تر ډېره د سړک غاړې د ماين په چادونو او ځانمرګو بريدونو کې تلفات اوښتي دي.

د عظيمي په خبره، د دولت د وسلوالو مخالفينو پوځي ځواک کمزورى شوى او له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري، نو ځکه له ماينونو او ځانمرګو بريدونو کار اخلي.

ده په دې موده کې د ملي اردو د ټپيانو د شمېر او د دولت وسلوالو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دى وايي، وسلوال مخالفين تر ډېره په لرو پرتو سيمو کې په ډېر کم شمېر شتون لري.

ده په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې د دغه وزارت د قول اردوګانو، لواګانو او کنډکونو د قوماندانانو په اړه څېړنې پيل شوې دي.

دى وايي، چې د څېړنو لپاره د ملي اردو د جنرالانو يو کمېسيون ټاکل شوى چې د هغوى تېر فعاليتونه او په قطعاتو کې يې د دندې موده وڅېړي.

عظيمي وويل، چې د کمېسيون د څېړنو په پايله کې به د قوماندانانو وړتياوو، کاري فعاليتونو او ملي مشارکت ته په کتو لازم بدلونونه راشي.

د ده په وينا، د دغو بدلونونو موخه د ملي اردو د رهبرۍ پياوړي کول دي.

د ملي دفاع وزارت وياند همداراز تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په دې اړه هېڅ اندېښنې بايد شتون ونه لري.

ده وويل، چې افغان ځواکونه د کورني امنيت د ساتلو لپاره پوره تجهيزات او تاسيسات په واک کې لري او خلک هم له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

 دى وايي، چې د امنيتي ځواکونو د هوايي تجهيز په برخه کې هم له نړيوالې ټولنې سره افغان چارواکي په خبرو دي او تر ٢٠١٤ کال پورې به د افغان امنيتي ځواکونو شمېر تر٣٥٠ زرو ډېر وي.

ټاکل شوې چې د روان ميلادي کال تر پايه د افغان امنيتي ځواکونو شمېر ٣٥٠ زرو تنو ته ورسېږي.

دى وايي، افغانستان همداراز د نړيوالې ټولنې مالي او سياسي ملاتړ له ځان سره لري، چې د شيکاګو کنفرانس د ژمنې له مخې هر کال ٤،١ مليارد ډالره افغان امنيتي ځواکونو ته ورکول کېږي.

ده وويل، چې په ټوليز ډول په ټول هېواد کې امنيتي وضعيت ښه شوى او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې له بهرنيانو، افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد درېيم پړاو هم بشپړ شي.

له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد لومړى پړاو د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوى او ټاکل شوې چې دغه لړۍ په ٢٠١٣ کال کې بشپړه شي.

عظيمي وويل، چې د ٢٠١٢ کال په سپټمبر مياشت کې له ٣٠ زرو ډېر امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووتل او ٥٥٠ قرارګاوې يې يا افغان ځواکونو ته په واک کې ورکړل شوې او يا هم وتړل شوې.

دى وايي، د هغو سيمو په امنيت کې ٢٠ سلنه ښه والى راغلى، کومې چې له بهرنيانو افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

 د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د ٢٠١٣ کال تر پايه د ټول هېواد امنيتي چارې پر غاړه واخلي.

د دفاع وزارت وياند وايي، په تېر يو کال کې ٨٠ سلنه عمليات د ملي اردو په مشرۍ پلان شوي او د بهرنيو ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.