کابل (پژواک٢ ليندۍ٩١) : د نورو قومونو په څېر بلوڅو ته هم بايد په دولتي ادارو کې برخه ورکړل شي، چې وکولى شي خپلې شته ستونزې هوارې کړي.
دغه څرګندونې دافغانستان د بلوڅو د شورا مشر عبدالکريم براهوي نن په کابل کې دبلوڅو شورا د موجوديت د اعلان په مراسمو کې وکړې .
هغه زياته کړه ، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغان دولت له لوري بلوڅو قوم ته سمه پاملرنه، نه ده شوې او ددې قوم د ګوتو په شمېر څو تنه په دولتي لوړو پوستونو کې کار کوي .
ده وويل ، چې د بلوڅو شمېره په افغانستان کې نږدې درېيو ميليونو ته رسيږي ، خو تر اوسه يې د هېواد په کچه کومه شورا نه درلوده.
دا په داسې حال کې ده ، چې بېلابېلو احصائيو ښودلې ده ، چې په افغانستان کې د بلوڅانو شمېره څه د پاسه يو ميليون تنه ده .
براهوي وايي ، چې د اساسي قانون مطابق تر اوسه د هېواد په هيڅ برخه کې بلوڅانو ته په مورنۍ ژبه زده کړې نه دي پيل شوي .
د افغانستان د اساسي قانون په٦ ١ماده کې راغلي دي زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.
براهوي له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه ، چې د لويو قومونو ترڅنګ وړو قومو ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو حقوق يې تر پښو لاندې نه شي .
هغه زياته کړه : (( زه چې څه موده وړاندې دسرحدونو، اقوامو اوقبايلو وزير وم او ياهم د نيمروز والي وم زه خو ولسمشر ددې لپاره په دې پوستونو نه وم ګومارلى ، چې زه د بلوڅو له قوم څخه يم ؛هغه زه ځکه ټاکلى وم ، چې له ماسره يې ملګرتيا درلوده او په جهاد کې راسره يوځاى و.))
دده په وينا، د افغانستان د بلوڅو شورا به په هېواد کې د شته بلوڅانو دردونو غږ دافغان دولت د لوړپوړو چارواکيو ترڅنګ نړيوالې ټولنې ته هم ورسوي .
د بلوڅو د شورا وياند خداى نظر سرمچار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بلوڅو شورا پخوا يوځاى په نيمروز ولايت کې فعاليت درلود؛ خو نن يې خپل موجوديت په رسمي توګه دهېواد په کچه په کابل کې اعلان کړ .
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د بلوڅو شمېره نږدې درېيو ميليونو تنو ته رسيږي، خو په نننۍ غونډه کې له ټول هېواد څخه دبلوڅو د قوم شاوخوا پنځوس تنه استازيو ګډون کړى دى .
سرمچار وايي ، چې دغه شورا به د بلوڅو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د قومي شخړو په حلولو کې او د بلوڅو د فرهنګ په دودولو کې پوره هڅې وکړي.
د يادونې ده ، چې بلوڅان د افغانستان د نيمروز ، کندهار ، هلمند اود يو شمېر نورو ولايتونو ترڅنګ د ايران په سيستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې هم ژوند کوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن