اسعداباد (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): په کونړ ولايت کې يو قومي مشر له خپلو څلورو ملګرو سره يو ځاى د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د لېندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى قومي مشر ملک ارسلا خان نومېده او د وټه پور ولسوالۍ د قورو سيمې اوسېدونکى و.
هغه زياته کړه، چې د ملک ارسلاخان وراره عزيزالله دوه ورځې مخکې له خپل کوره تښتول شوى و او له وسلوالو د خلاصون په موخه ملک ارسلاخان له درېيو نورو ملګرو سره يو ځاى د وټه پور ولسوالۍ ګمبيري سيمې ته تللى و.
د امنيه قوماندان په وينا، چې وسلوالو دغه کسان، ملک ارسلا، وراره يې او ورسره درې تنه نور، له يوې شپې ساتلو وروسته وژلي دي.
هغه زياتوي، قورو د ولسوالۍ نا امنه سيمه ده او وژل شوي کسان د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.
نوموړي وويل، تر اوسه په دې اړه معلومات نشته، چې ملک ارسلاخان او ورسره څلور تنه نور ولې وژل شوي دي.
نذيري وايي، چې ملک ارسلا خان د قورو سيمې د شورا مشر او د وټه پور ولسوالۍ د ټولنيزې او پرمختيايې شورا غړى هم و، پاتې څلور تنه نور عام خلک وو او له هېڅ لوري سره نه وو تړلي.
د قورو سيمې يوه قومي مشر حاجي جبار هم د ملک ارسلا خان او څلورو تنو نورو د وژلو پخلى وکړ او ويې ويل، چې مړي يې خلکو ته سپارل شوي دي.
حاجي جبار زياتوي، چې ملک ارسلا خان د حزب اسلامي پخوانى پياوړى قوماندان و او په اوسينو حالاتوکې يواځې د ولس پر خدمت بوخت و.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن