ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

((اتصالات د ستورو په لټه)) پروګرام په جلال اباد کې پيل شو

((اتصالات د ستورو په لټه)) پروګرام په جلال اباد کې پيل شو

author avatar
30 Nov 2012 - 15:25
((اتصالات د ستورو په لټه)) پروګرام په جلال اباد کې پيل شو
author avatar
30 Nov 2012 - 15:25

کابل ( پژواک ١٠ ليندۍ ٩١ ) د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د  اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرسته (( د ستورو په لټه کې)) پروګرام نن د جلال اباد په ننګرهار اکاډمۍ کې پيل شو.

د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريدهوتک دليندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه، چې دا پروګرام څو ورځې مخکې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوي واى، خو د هوا د خرابوالي او اورښت له امله ځنډېدلى و.

هغه زياته کړه چې د دې پروګرام د پيل په مراسمو کې چې د ننګرهار په کرکټ اکاډمۍ کې پيل شو، د کرکټ بورډ سرپرست اجرائيوي رييس بشير ستانکزى، د ټاکنيز کميسيون مشر رييس احمدزى، د کورني کرکټ مشر نظيم جار عبدالرحيمزى ، د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل او يو شمېر نورو ملي لوبغاړو او د کرکټ د ځايي دفتر مسوولينو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ سرپرست اجرائيوي رييس بشير ستانکزي د پيل په مراسمو کې وويل ، له دې پروګرام څخه يې موخه داده، څو د کرکټ پياوړي لوبغاړي رامنځته شي.

هغه زياته کړه چې په دې پروګرام کې له  کابل او يو شمېر ولايتونو څخه لسګونو لوبغاړو نوم ليکنه کړې وه او نن ددې پروګرام په پيل کې د سلګونو لوبغاړو ګډون ددې څرګندوى کوي، چې کرکټ لوبه ډېره مينه وال لري.

دا پروګرام چې ټاکل شوې درې ورځې دوام وکړي، نن په لومړۍ ورځ له دوو څخه زياتو لوبغاړو څخه د بيټنګ او بالنګ په برخه کې ازموينه واخيستل شوه.

دغه ازموينه د رييس احمدزي، د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې روزونکي حاجي ولي امين، د ملي لوبډلې د کپتان نوروز خان منګل ، کريم صادق او حميد حسن لخوا واخيستل شو.

رييس احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا  دډېرې خوښۍ ځاى دى، چې په افغانستان کې کرکټ ډې زيات مينه وال لري او نن سلګونه ځوانان دې پروګرام ته راغلي وو.

هغه زياته کړه چې دا پروګرام بايد نورو ولايتونو ته وغځول شي، څو له هرې سيمې پياوړي لوبغاړي ترلاسه شي .

احمدزي وويل چې نن يې له لوبغاړو څخه د بيټنګ او بالنګ د بېلا بېلو تکتينکونو په برخه کې له لوبغاړو ازمينه واخيستله.

د هغه په وينا، له دغو لوبغاړو څخه به د غوره لوبغاړو تر ټاکل کېدو وروسته به له دوى څخه دوه لوبډلې جوړېږي او دوى به بيا پخپلو منځو کې لوبې ترسره کوي.

رييس احمدزى وايي چې له دې پروګرام څخه ترلاسه شوي پياوړي لوبغاړي به د ولايتونو لوبډلو او داړتيا پر مهال به ملي لوبډلو کې هم چانس ورکول کېداى شي .

دى وايي ، هغه لوبغاړي چې د ځينو ستونزو څخه له کابل څخه جلال اباد ته نه وو راغلي، هغوى ته دراتلونکې چهارشنبې په ورځ د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې دازموينې چانس ورکول کېږي.

د شاه نواز په نامه يوه لوبغاړي چې په دې پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل چې دا پروګرام په شفافه توګه ترسره شوه.

هغه له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، هغو لوبغاړو ته يې دا زمينه برابره کړه، چې په نورو لارو پرمختګ نه شي کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.