ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېلي وزيرستان کې د القاعدې يو غړى ووژل شو

په سوېلي وزيرستان کې د القاعدې يو غړى ووژل شو

author avatar
2 Dec 2012 - 11:14
په سوېلي وزيرستان کې د القاعدې يو غړى ووژل شو
author avatar
2 Dec 2012 - 11:14

اسلام اباد (پژواک ١٢ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د پاکستان په سوېلي وزيرستان د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د القاعده شبکې غړى عبدالرحمان يمني وژل شوى دى.

په سوېلي وزيرستان کې يوه دولتي چارواکي شاهد علي رسنيو ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د سوېلي وزيرستان مرکز واڼه ته نږدې د ورسک په سيمه کې شوى دى.

د هغه په وينا، د بې پېلوټه الوتکې له خوا په ياده سيمه  کې هغه موټر په نښه شو، چې د القاعده شبکې غړى عبدالرحمان يمني په کې و.

خو د سيمې يو ځايي خبريال ظفر وزير پژواک اژانس ته وويل، چې په بريد کې وژل شوى کس په بشپړه توګه سوځېدلى او تر اوسه دا نه څرګنديږي، چې څوک دى.

بلخوا ځينې سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې څلور تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم بې پېلوټه الوتکو په ياده سيمه کې پر يوه موټرسايکل ميزايل توغولې وو او يو تن په کې وژل شوى وو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.