ژبه

ترينکوټ کې چاودنې پنځه تنه ووژل

اجمل وصال

۱۳ لیندی ۱۳۹۱ - ۱۴:۵۵

Views: ۶۹

ترينکوټ (پژواک ١٣ لېندۍ ٩١): امنيتي مسوولين وايي، چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوه موټرسايکل بم د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د لېندۍ په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې د ملي امنيت رياست ته څېرمه د يوه موټرسايکل بم چاودنې له امله رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي او دوه د ملي اردو منسوبين وژل شوي او څو تنه ټپيان دي او زياتوي چې د دې چاودنې موخه د ملي اردو يو موټر و.

خو د ترينکوټ د ملکي روغتون مشر ډاکتر نادر پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې روغتون ته د يوې ښځې مړى او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.