اسعد اباد (پژواک ١٥ليندۍ ٩١): د نورستان چارواکي وايي چې د دې ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمت د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو، د دغې ولسوالۍ د کلايګل په سيمه کې د ايساف د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد د يوې کورنۍ پنځه تنه ووژل.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کسان د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام د سيمې اوسېدونکي وو.
ولسوال وايي، وژل شوي کسان په وايګل سيمه کې د يوه حاجي ستړي مه شي ته پلي روان وو او هېڅ ډول وسله ورسره نه وه، يواځې يو مال (پسه) ورسره و.
د رحمت په خبره، په دې پېښه کې پسه ټپي شوى دى.
د وژل شويو کسانو مشر ورور ميرزمان خان پژواک ته وويل، وروڼه يې بې ګناه وو او له درس او تدريس څخه پرته يې بل کار نه کاوه.
د ماڼوګۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي يارپاچا پژواک ته وويل، چې په وژل شويو کې درې تنه وروڼه، يو وراره او بل خوريى شامل دى.
د ده په خبره، په دغو کسانو کې دوه تنه هر يو مولوي عبدالرووف او مولوي عبدالاکبر د ننګلام د کلي په يوه ښوونځې کې ښوونکي وو.
د يادې پېښې په اړه تراوسه د ايساف ځواکونو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن