ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ورانکاره کړنو په تړاو لس تنه ونيول شول

د ورانکاره کړنو په تړاو لس تنه ونيول شول

هرات-پلخمري (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): ولايتي چارواکو د هرات په شينډنډ ولسوالۍ او بغلان ولايت کې د ورانکارو کړنو په تړاو د لسو تنو د نيولو او د يوه وسلوال طالب د وژلو خبر ورکړ.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال عبدالحميد حميدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد اته تنه تېر ماښام پوليسو د دغه ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په زېرکو سيمه کې نيولي دي.

هغه وويل، چې دغه کسان له وسلوالو طالبانو سره د همکارۍ او انسان تښتونو په تړاو نيول شوي او د خلکو د شکايتونو پر بنسټ له څه مودې راهيسې د پوليسو تر تعقيب لاندې وو.

دى وايي، چې دغو کسانو د نيولو پر مهال مقاومت ونه کړ او د هغوى يو ميل کلاشينکوف او يوه مېګاروف تومانچه هم د پوليسو لاسته ورغلې ده.

د شينډنډ اوسېدونکى او د هرات د ولايتي شورا غړى تورمحمد ظريفي وايي، چې له يادو کسانو يو يې د دې ولسوالۍ د چهارمحل سيمې اوسېدونکى دى، چې مخکې وسلوال طالب و، خو څه موده مخکې له خپلې شاوخوا لس کسيزې ډلې سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.

ده د ياد کس نوم ياد نه کړ، خو په وينا يې، ويل کېږي چې دغه کس اوس هم له وسلوالو طالبانو سره اړيکې لرلې او پر لارو يې خلک لوټل.

هغه وويل، چې پاتې ٧ تنه هم د چهارمحل سيمې او د زېرکو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

 امنيتي ځواکونو درې ورځې مخکې هم خبر ورکړى و، چې په زېرکو کې يې پنځه وسلوال طالبان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي، خو تورمحمد ظريفي ويلي و، چې په وژل شوو کې يوه ښځه او يو ماشوم شامل دى.

د يو بل خبر له مخې، د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال غلام سخي روستاقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ايساف او افغان امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ په قندهاري کلي کې د عملياتو پر مهال يو وسلوال طالب وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

دى وايي، چې د عملياتو پر مهال طالبانو مقاومت وکړ او نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام درلود.

د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ څانګې يو ډاکتر، خليل الله نرمګوى وايي، چې امنيتي ځواکونو له يادو عملياتو کې يو مړى دغه روغتون ته ور وړلى دى.

 د قندهاري کلي اوسېدونکى سردار اغا وايي، چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې يې د الوتکو او ډزو غږونه واورېدل او سهار خبر شو، چې پوليسو په يو کور کې يو طالب وژلى او دوه نور يې نيولي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

پنځه ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ په جرکسکن سيمه کې افغان او ايساف ځواکونو عمليات وکړل او ويل يې، چې په دغو عملياتو کې د دولت دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.