ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٧ ولايتونو امنيت په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شو

author avatar
5 Dec 2012 - 16:23
author avatar
5 Dec 2012 - 16:23

جلال اباد (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): له بهرنيو ځواکونو د اوو ولايتونو امنيتي چارې په بشپړ ډول د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شوې.

 د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو افغان ملي اردو ته د اوو ولايتونو امنيتي چارې په بشپړ ډول وسپارل شوې.

 د هغه په وينا، پخوا يواځې د يادو ولايتونو مرکزونه او يو شمېر ولسوالۍ افغان ځواکونو ته سپارل شوې وې، خو اوس يې امنيتي چارې ټولې د افغان ځواکونو پر غاړه شوې.

 نوموړي زياته کړه، چې په دغو ولايتونو کې پنجشېر، پروان، کاپيسا، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان شامل دي.

 په يادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال ارکان حرب محمداکرم، د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، د تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدشريف او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.

 د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال رسنيو ته د خوښۍ په څرګندولو زياته کړه، ملي اردو دومره غښتلې شوې، چې د اوو ولايتونو امنيتي چارې يې پر غاړه واخيستې.

 نوموړي زياته کړه: ((نن د ملي اردو سرتېرو ټولو ته دا وښوده، چې پر خپل ټول قوت به له خپل هېواده دفاع وکړي.))

 هغه وايي، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به د ملي اردو ځواکونه پر هغو پرمختللو تجهيزاتو هم سمبال شي، چې امريکايي ځواکونه يې کاروي.

 د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري پژواک  ته وويل، د دوى ځواکونه کولى شي، په ډېره ښه توګه د يادو اوو ولايتونو امنيتي چارې سمبال کړي.

 د هغه په وينا، په يوشمېر سيمو کې د دولت وسلوال مخالفين شتون لري، چې د هغوى د ځپلو لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي.

 وزيري وايي، د ملي اردو له ځواکونو سره خلک بايد مرسته وکړي، ځکه چې دغه ځواکونه په هره سيمه کې پوستې نه شي جوړولاى.

 نوموړي زياته کړه: ((هر څوک چې مخالف وسلوال وګوري، بايد موږ ته يې په اړه خبر راکړي، اوس خو ټولې چارې د افغانانو په لاس کې شوې دي.))

 نوموړى د کونړ چپې درې ولسوالۍ ته اشاره کوي او وايي، چې د بهرنيانو په موجوديت کې  هم دغه ولسوالۍ يوه له ډېرو نا امنو سيمو څخه وه، خو اوس چې ملي اردو ځواکونه په کې مېشت دي، هېڅ نا امني په کې نشته.

 د يادونې ده، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې وه، دا مهال د هېواد ٧٥ سلنې د امنيت چارې د افغان ځواکونو پر غاړه دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.