چاريکار (پژواک ۱۵ لېندۍ ۹۱): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د مرستيال والي په ګډون نهه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
خو طالبان بيا په دې ولسوالۍ کې د خپلو څلورو کسانو د وژل کېدو د پخلي تر څنګ ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې يوولس بهرني او کورني سرتېري وژلي دي .
د پروان امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سياه ګرد په واغز سيمه کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې نهه وسلوال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
نوموړي وويل، چې په يادو عملياتو کې د پروان لپاره د طالبانو مرستيال والي عطاالله وژل شوى او يو ميل پيکا هم ترلاسه شوې ده.
د سياه ګرد ولسوالۍ د دخترجوی سيمې يوه اوسېدونکي عبدالستار پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د پروان لپاره د طالبانو د مرستيال والي عطاالله په ګډون د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر اورېدلی، خو د هغوی مړي يې نه دي ليدلي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په عملياتو کې د خپلو څلور کسانو وژل کېدل تاييد کړل، خو وايي، چې په دې درې ساعته نښته کې يوولس کورني او بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن