ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت او ایساف په خوګیاڼو کې د اوو وسلوالو د وژلو خبر ورکړ

author avatar
7 Dec 2012 - 10:24
author avatar
7 Dec 2012 - 10:24

جلال اباد(پژواک١٧ليندۍ٩١) :د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ  د افغان او  امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې  د اوو وسلوالو د وژلو خبر ورکړل شوی دی. 

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى نن (د ليندۍ په ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه افغان ځانګړواو امريکايي ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ د وړې تورمې په سيمه کې د عملياتو پرمهال د وسلوالو له مقاومت سره مخ شوي دي .

هغه وايي ، چې ددې عملياتو په ترڅ کې ٧ تنه وسلوال مخالففین وژل شوي ، يو تن ټپي شوى او ٧ تنه نور امريکايي ځواکونو له ځانه سره بيولي دي .

عبدالزى وايي، هغه کسان ، چې امريکايي ځواکونو له ځانه سره بيولي وسلې او نور مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي .

د خوګياڼو ولسوال سيدالرحمن هم په ياده پېښه  کې مرګ ژوبله تاييدوي، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري .

په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم یاد عملیات تایید کړل او ویې ویل چې له افغان ځواکونو سره یې په ګډه ترسره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې درې وسلوال وژل شوی او له هغوی څخه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د خوګياڼو دوړې  تورمې سيمې اوسېدونکي انورالحق پژواک ته وويل ، چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د دوى پر کلي عمليات وکړل.

هغه وايي ، چې امريکايي ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل، چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول، يوتن ټپي شو او درې تنه نور امريکايي  ځواکونو له ځان  سره بوتلل .

د هغه په وينا ، وژل شوي او هغه کسان ، چې امريکايانو له ځانه سره بيولي دي ، څه موده وړاندې د ننګرهار له زندان څخه ازاد شوي وو او خلک يې پوښتنې ته راتلل .

د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ياده پيښه غندلې او ويلي يې دي ، چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پنځه عام وګړي وژلي دي .

د يادې پېښې په اړه له امريکايي ځواکونو سره اړيکه ټينګه نشوه .

 

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.