ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو هراتي ځوانانو د فساد پر ضد د مڼدې په سيالۍ کې برخه واخيسته

سلګونو هراتي ځوانانو د فساد پر ضد د مڼدې په سيالۍ کې برخه واخيسته

هرات ښار ( پژواک ١٧ ليندۍ ٩١ ) : هراتي ځوانانو دهېواد شپږ نورو ولاياتو زلمو سره هم مهاله په دغه ښار کې د فساد په ضد شعار سره ځغاسته وکړه.

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ د شفافيت نړيوال سازمان لخوا افغانستان د نړۍ په کچه لومړي فاسد هېواد اعلان شوى دى.

د هرات ځونان چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده د دغه ښار غوردرواز، څخه بيا تر ورزشي ستديوم پورې پنځه کيلومتره ښار کې وځغليدل او د فساد ر ضد يې شعارونه ورکول.

د دغه مدني حرکت يوه سمبالونکي د افغانستان د ځوانانو دغورځنګ مشر محمد خليل پارسا پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له هرات سره هم مهاله په باميانو ولايت کې هم هم په ورته شعار ځوانانو د فساد په ضد د منډي پروګرامونه تنظيم کړي دی.

د هغه په وينا، له دې منډې څخه ددوي موخه په هېواد کې د ادري فساد ختمول او په ملي متحده روحيه سيمې ته سوله او پرمختګ رواړل لوي ارمانونه دي.

د دغه حرکت نوښت په افغانستان کې دفساد په ضد د مبارزې د افغاني شبکې په نوم يوه ارګان په لاره اچولی  دی.  

په هرات کې د مدني ټولنو يوه فعال عبدالغفارکاکړ،  پژواک اژانس ته وويل چې په هېواد کې فساد نور اوج ته رسېدلي ځکه نو دى او نور هېواد وال ترې په تنګ راغلي په ورته مدني سوله يزه خوځښتونو به دولتي مسولين د ادارو جوړښت او فساد ورکېدو ته اړ باسي.

د ۲۱ کاله عمرلرونکي محمد حسن بيا په فساد کې د حکومتي مامورينو ترڅنګ خلک هم ګرم وبلل او زياته يې کړه  : « که خلک ادارو کې د کار لپاره پيسې ورنکړي مامورين کله هم پيسې نه شي اخيستلى.))

په ياده منډه کې تر دوو سوو زياتو ځوانانو برخه اخيستې وه، چې پکې هر اجمل، غلام سعيد او حامد، تر نورو مخکې منزل ته ورسېدل چه د داورانو، له خوا ګټونکي اعلان شوه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.