ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه ښځه او د هغې زوى ووژل شول

يوه ښځه او د هغې زوى ووژل شول

هرات (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): د هرات ښار په شيدايي سيمه کې د يوه کس له خوا يوه مور او د هغې ځوان زوى وژل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال عبدالحميد حميدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه ښځه او زوى يې د نامشروع اړيکو د تور له امله د هغو د يوه خپلوان له خوا د تومانچې پر ډزو وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه دوه تنه يې په کور کې دننه په ډېر بېرحمانه ډول وژلي او د پېښې په ځاى کې پوليسو دوه تومانچې هم ترلاسه کړې دي.

حميدي وايي، له نښو نښانو داسې ښکاري، چې يوه تومانچه د ډزو پر مهال بنده شوې او بيا يې پر بله ډزې کړې دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې پوليسو د دې پېښې په تړاو يو تن د اصلي مجرم او دوه نور، چې په دې جرم کې ورسره شريک وو، نيولي دي.

د شيدايي سيمې يوه قومي مشر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل: ((د دې مور او زوى يو خپلوان په دې وروستيو کې پاکستان ته په سفر تللى و، چې بېرته راغى، يوه کليوال ورته کيسه کړې وه، چې د کورنۍ يوه مېرمن يې بد اخلاقه ده، له همدغه ځايه يې عقده واخيسته او دغه مور او زوى يې ووژل.))

نوموړي په ډاګه نه کړه، چې بريد کوونکي له يادې ښځې سره څه ډول خپلوي درلوده، خو ويې ويل، چې هغه يې د کورنۍ يوه له نږدې خپلوانو څخه وه.

پوليس هم وايي، دغه وژنه ناموسي بڼه لري، خو زياتوي چې نور جزئيات به تر کره څېړنو وروسته په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده، په يوه بله پېښه کې تېره مياشت د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې يوه تن خپله دويمه مېرمنه، له نوي زېږيدلي ماشوم سره يو ځاى ووژله او بيا وتښتېد.

د هرات د امنيتي چارواکو په خبره، مېړه پر خپله ښځه شک درلود، چې ګواکې ماشوم يې له کوم بل سړي د اړيکو له امله‎ دنيا ته راوړى دى.

د يادونې ده، چې د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ډېرېدو د اندېښنې په ښودلو سره وايي، چې سږ کال د هېوا په کچه تر څلور زره زياتې پېښې ثبت کړې، چې ٧٠ يې ناموسي وژنې دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.