هرات (پژواک ٢١ ليندۍ ٩١): په هرات کې د ايران قونسلګرۍ يوه سرچينه وايي، قونسلګرۍ ته د لاريون له امله د زيانونو اوښتو له امله يې چارې درولې دي.
د قونسلګري د عامه اړيکو د دفتر يوه کارکوونکي ميرسکندري پژواک خبري اژانس وويل، د لاريون په ترڅ کې د زيانونو د وراوښتو او زيانمنو ځايونو د بيارغوني په موخه يې ياد ګام اخىستى دی.
خو نوموړي زياته کړه، چې د بېړنيو کارونو څانګه يې خپلې چارې مخ ته بيايي.
په هرات کې د يکشنبې په ورځ د هرات د سرحدي ولسواليو لسګونو خلکو اعتراضي لاريون وکړ.
لاريون کوونکو ادعا کوله چې دوه مياشتې مخکې يې ايران ته د تلو پر مهال ۱۳ځوانان ايراني سرحدي ځواکونو له پولې د وراوښتو په مهال تر نيولو وروسته وژلي دي.
د مير سکندري په وينا، د يادې پېښې په اړه يې افغان حکومت ته اعتراض ليک هم ورکړى دى.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري، نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ايران قونسلګري اعتراض ليک ولايت ته رسېدلى دى، چې په کې د يکشنبې د ورځې (د ليندۍ ١٩مه) لاريون ته اشاره شوې ده.
ده زياته کړه، په اعتراض ليک کې ليکل شوي، چې په لاريون کې د قونسلګرۍ دروازه په ډبرو ويشتل شوې او دا د دوى ادارې ته سپکاوى دى.
نوموړي په هرات کې د ايران قونسلګرۍ د کار د بندېدو په اړه وويل، چې د قونسلګرۍ د بندېدو خبر يې له رسنيو څخه اورېدلى دى.
نوري وويل، ياده اعتراض پاڼه يې د بهرنيو چارو وزارت اړوندې ادارې ته سپارلې او له ډيپلوماتيکي لارې به يې ځواب ورکړل شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن