ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل امنيه قوماندان: غواړم پر پوليسو د خلکو بې باوري له منځه يوسم

د سرپل امنيه قوماندان: غواړم پر پوليسو د خلکو بې باوري له منځه يوسم

author avatar
15 Dec 2012 - 14:01
د سرپل امنيه قوماندان: غواړم پر پوليسو د خلکو بې باوري له منځه يوسم
author avatar
15 Dec 2012 - 14:01

مزارشريف (پژواک ٢٥ لېندۍ ٩١): د سرپل ولايت امنيه قوماندان وايي، دوى هڅه كوي، چې په دغه ولايت كې پر پوليسو د عامو خلكو اعتبار پياوړى كړي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج، چې له تېرو ۲۳ ورځو يې په دغه ولايت كې دنده پيل كړې؛ د لېندۍ په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې په دغه ولايت كې تر ټولو ستره ستونزه پر پوليسو د عامو خلكو بې باوري ده.

نوموړي د خلكو د اعتبار په اړه په ځانګړې توګه څه ونه ويل، خو زياته يې كړه، چې ښايي له خلكو سره ښه چلند نه وي شوى.

د هغه په وينا، دى هڅه كوي، چې د هر اړخيزو امنيتي چارو په ترسره كولو د سرپل امنيتي حالت ډاډمن كړي.

تاج وويل: ((زما لومړۍ هڅې پر همدې څرخي، چې د پوليسو او عامو خلكو ترمنځ شته واټن لرې كړم، خلك دېته وهڅوم، چې پوليس يې خدمتګار دي او بايد اعتبار پرې وكړي او ملاتړ يې و اوسې.))

نوموړي سرپل ولايت په نسبي توګه ناامنه وباله خو ټينګار يې كاوه، چې د امنيتي حالت د سمون لپاره يې ګړندۍ هڅې پيل كړې دي.

د هغه په وينا، صياد ولسوالۍ او مركز ته نږدې سيمه سيداباد، له نسبي ناامنو سيمو څخه ده، چې د دوى ورته ډېر پام دى.

امنيه قوماندان مل پاسوال تاج وويل، نږدې يوه اونۍ كېږي، چې په يادو سيمو كې يې عمليات پيل كړي او تر دې دمه ښه روان دي.

نوموړي زياته كړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې يې د صياد ولسوالۍ نو قشلاق، ارملك، توربغري او شاتوت كلي له وسلوالو مخالفينو پاك كړي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې يې د لسګونو ميله وسلو ترڅنګ ۷ وسلوال مخالفين او يو تن شكمن نيولي دي.

همداراز په سنچارك ولسوالۍ كې يې دوه تنه د ملي پوليسو له دوه جوړې جامو او د کلاشينکوف له څه باندې ۵۰۰ مرميو سره نيولي دي.

تاج وويل، دوى هغه ملي پوليس هم وژلى، چې څه موده وړاندې يې پر يوې ۱۵ كلنې نجلۍ د جنسي تېري هڅه كړې وه او بيا د طالبانو ليكو ته تښتېدلى و.

نوموړي زياته كړه، چې د يادو امنيتي ستونزو ترڅنګ د دوى پر وړاندې لويه ستونزه پر پوليسو د خلكو بې باوري ده.

د هغه په وينا، ژمن دى، چې په نږدې موده كې به د سرپل خلكو ته د پوليس اصلي څېره، چې د ټولنې خدمتګار دي، وښيي.

مل پاسول عبدالروف تاج له دې مخكې د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر په توګه نږدې ۴ كاله دنده ترسره كړې او له نږدې يوې مياشتې را په دېخوا د سرپل د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره كوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.