هرات (پژواک ۲۸ لېندۍ ۹۱): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور ټپيان دي.
وژل شوی قوماندان افغان او ايساف ځواکونو ته مطلوب تن ګڼل کېده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قوماندان ملا لونګ نومېده او ايساف ځواکونو له ملي اردو او پوليسو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کې تېر ماښام د شينډنډ په زېرکوه سيمه کې وژلى دى .
نېکزاد زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې نور طالبان ټپيان شوي او د هغوی يو موټر او يو موټرسايکل ګډو ځواکونو سوځولي دي.
د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي وايي، چې ملا لونګ د دې ولسوالۍ په زېرکوه سيمه کې يو ځواکمن طالب قوماندان و.
هغه ادعا وکړه، چې نوموړي د عشر اخيستو ترڅنګ خلک هم ځورول.
نوموړي وويل، چې د دغه قوماندان له وژل کېدو سره د شينډنډ په ګودال او سنګچال کې امنيت ښه شوی او خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي.
خو وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، دوې اونۍ مخکې هم امنيتي ځواکونو د شينډنډپه زېرکوه سيمه کې د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، طالبانو بيا ادعا کوله، چې په همدغه شمېر دولتي سرتېري يې وژلي دي.
شينډنډ د هرات له لويو او نسبي نا امنو ولسواليو څخه ده، چې د ايساف ځواکونو يوه اډه هم په کې پرته ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن