هرات (پژواک، ٤ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، د هرات- کندهار پر لويه لار د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوېديځ زون د پوليسو د قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو کرولا موټر له کابل څخه د هرات پر لور روان وو، چې تېره شپه د فراه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېد.
احمدي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د موټرچلوونکي په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د ده په وينا، دا ماين وسلوالو طالبانو د افغان او بهرنيو ځواکونو په موخه ځاى پرځاى کړى وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات-کندهار لارې په اوږدو کې، د لوېديځ زون د ملي اردو ٢٠٧ ظفر قول اردو د پنځو ماينونو د کشف او د له منځه وړلو خبر ورکړى دى.
د يادې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسول ډګروال نجيب الله نجيبي، نن پژواک ته وويل، چې ياد شوي ماينونه د وسلوالو مخالفينو له لوري خښ شوي وو.
خو وسلوالو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن