ژبه

په اروزګان کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو

اجمل وصال

۸ مرغومی ۱۳۹۱ - ۱۵:۱۵

Views: ۶۷

ترينکوټ (پژواک ٨ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې  ماين  چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى او دوه پوليس ټپيان دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د چهارچينو ولسوالۍ په دوانګ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان پر موټر د سړک د غاړې  ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، وژل شوى قوماندان منو نوميده او په ياده ولسوالۍ کې د يوې پوستې قوماندان و، چې له خپلې سيمې د ولسوالۍ پر لور روان و او ماين پرې وچاودېد.

نوموړي زياته کړه، چې ورسره دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي، چې دا مهال د چهارچينو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د عايل په خبره، په پېښه کې د سيمه ييزو پوليسو رېنجر موټر هم وېجاړ شوى او سيمې ته ملي پوليس د مرستې په موخه ورغلي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پېښې پخلى وکړ او يواځې يې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان منو وژنه ومنله.