جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ملي پوليسو او بهرنيو ځواکونو د حصارک ولسوالۍ په داوود کلا او لنګه خېلو سيمه کې ګډ عمليات وکړل.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال وسلوالو طالبانو پر ګډو ځواکونو بريد وکړ، چې په ځوابي ډزو کې پنځه وسلوال ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د سيمې يو اوسيدونکي مستعمر پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دوى په سيمه کې تېره شپه ګډو ځواکونو عمليات وکړل، چې نښته هم رامنځ ته شوه.
د ده په خبره، سهار مهال دوى په سيمه کې د پنځو وسلوالو مړي وليدل، چې د نښتې په سيمه کې پاتې وو.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن