ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې له تېرو دوه ورځو راهيسې برېښنا نشته

author avatar
28 Dec 2012 - 16:05
author avatar
28 Dec 2012 - 16:05

هرات ښار (پژواک ٨ مرغومى ٩١): د هرات چاروکي وايې، چې په دغه ولايت کې له تېرو دوه ورځو راهيسې برېښنا نشته، خو دوى به دا ستونزه په نږدې راتلونکي کې هواره کړي.

د هرات د اوبو او انرژۍ رييس محمد سرور صديقي د مرغومي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د برېښنا د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، په ترکمنستان هېواد کې برېښنا تخنيکي ستونزې پيدا کړې دي او له همدې امله له تېرو دوه ورځو راهيسې پر هرات برېښنا پرې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه برخه کې يې د ترکمنستان له چارواکو سره هم خبرې کړې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

خو د هرات د والي وياند محى الدين نوري پژواک اژانس ته وويل، چې له ترکمنستان څخه هرات ولايت ته را انتقال شوې برېښنا ډېرى وخت نه وي.

د هغه په وينا، له ايران سره يې خبرې کړې دي، چې هرات ته برېښنا ورکړي او ټاکل شوې ده، چې

ايران به يې دغه غوښتنه ومني او په نږدې راتلونکي کې به د يوه تړون له مخې، دغه ولايت ته ٥٠ ميګاواټه برېښنا ورکړي.

د نادرخان په نوم د هرات يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې له يوه پلوه د ژمي سوړ موسم دى او له بل پلوه د برېښنا نه شتون د دوى ژوند له کړاوونو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې له ترکمنستان څخه هرات ته راغلې برېښنا ډېر وخت نه وي او شاوخوا يوه اونۍ مخکې هم دغه برېښنا د لسو ورځو لپاره نه وه.

 

 

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.