جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، د پاکستانيو پوځيانو له خوا د تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه.
د راپورونو له مخې، له تېرې ورځې راهيسې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د تورخم دروازې د تړلو او سړې هوا له امله ١٣ تنه مړه شوي دي.
په تورخم کې د کميساري مرستيال سمونيار نثاراحمد د مرغومي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تورخم دراوزه، نن (د مرغومي ٩مه) مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې پرانيستل شوه.
نوموړي زياته کړه، په تورخم کې له پرون راهيسې د پولې دواړو غاړې ته زيات شمېر باروړونکي موټر او مسافر بند پاتې وو.
د ده په خبره، په دې موده کې د سړې هوا او باران له امله مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو.
د روانې مياشتې په دويمه نېټه هم، پاکستانيو ځواکونو د افغان پوليسو له خوا د پاکستانيو کارګرانو د وهلو له امله د څو ساعتونو لپاره د تورخم دروازه تړلې وه.
د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن