جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومي په٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو پرون په کامدېش ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کاروان بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ملي اردو په ځوابي بريد کې پنځه طالبان ووژل شول.
هاتفي وايي، چې په دې نښته کې درې مخالفين ټپيان شوي او يو تن له وسلو او مهماتو سره ژوندى نيول شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن